فراهي: پاکستان د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179588-فراهي_پاکستان_د_افغانستان_د_نا_امنه_کولو_هڅې_کوي
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، پاکستان د افغانستان اقتصادي پرمختګ او هوساینه نه شي زغملای او د افغانستان د جغرافیې د ناامنه کولو هڅې یې پیل کړي دي.
(last modified 2026-10-08T07:09:49+00:00 )
Oct 08, 2026 11:31 Asia/Kabul

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، پاکستان د افغانستان اقتصادي پرمختګ او هوساینه نه شي زغملای او د افغانستان د جغرافیې د ناامنه کولو هڅې یې پیل کړي دي.

فراهي وویل، پخوا داسې فکر کېده چې پاکستان یوازې د افغانستان له حکومتونو سره ستونزه لري، خو اوس څرګنده شوې چې دغه هېواد د افغانستان له خاورې، پرمختګ او هوساینې سره هم ستونزه لري.

هغه ادعا وکړه چې پاکستان ځان د پخوانۍ بریتانیا ځایناستی او وارث ګڼي او د نوموړي په وینا، بریتانیا هم شاوخوا دوه پېړۍ وړاندې هڅه کوله چې دا سیمه ناامنه کړي.

فراهي پر پاکستاني رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه رسنۍ د افغانستان په اړه د خبرونو له تحریفه ډډه نه کوي.

د هغه په وینا، په تېر یو کال کې پاکستان په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي او مرګ‌ژوبله یې ورته اړولې، خو پاکستاني رسنیو دغه پېښې د خپل هېواد په ګټه تحریف کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال له افغان رسنیو وغوښتل چې د خپل نظام ملاتړ وکړي او د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر وړاندې ځواب ووایي.

فراهي ادعا وکړه چې څو ورځې وړاندې پاکستان د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته، د هغو په ملاتړ، سلګونه کسان د سیمې د بې‌ثباته کولو لپاره لېږلي وو؛ خو د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو دغه هڅه شنډه کړه.

پاکستان په ورته مواردو کې د طالبانو حکومت ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د نورستان په وروستیو نښتو کې د اسلام‌اباد د لاس لرلو ادعاوې رد کړې او دا یې بې‌اساسه وبللې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د روانې ناامنۍ او بې‌ثباتۍ ریښې په افغانستان کې دي، خو افغان چارواکي بیا وايي چې پاکستان د خپل کورني امنیت د ټینګښت په برخه کې د پاتې راتلو پړه پر افغانستان اچوي.