حکمتیار ولې له افغان حکومت سره د سولې موافقه لاسلیکوی؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i24631-حکمتیار_ولې_له_افغان_حکومت_سره_د_سولې_موافقه_لاسلیکوی
له کابله زمونږ رېډیو ته د رارسېدلیو رپوټونو له مخې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د دغه هېواد د حزب اسلامی ترمېنځ د سولې موافقه لیک حتمی شوے دے او کېدې شی د قربانۍ له اختر نه مخکې لاسلیک شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2016 08:47 Asia/Kabul
  • حکمتیار ولې له افغان حکومت سره د سولې موافقه لاسلیکوی؟

له کابله زمونږ رېډیو ته د رارسېدلیو رپوټونو له مخې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د دغه هېواد د حزب اسلامی ترمېنځ د سولې موافقه لیک حتمی شوے دے او کېدې شی د قربانۍ له اختر نه مخکې لاسلیک شی .

له حزب اسلامی سره اړوند شهادت نشریې  په خپله وېبپاڼه کښې لیکلی دی چې حزب اسلامی نن له افغان حکومت سره د سولې موافقه لاسلیکوی. که څه هم له دې مخکې هم داسې وعدې ورکړې شوې وې خو وروسته په ځلونو دغه وعدې وځنډېدې، خو د افغان حکومت په دننه کښې ځینو کسانو او همدارنګ د حزب اسلامی ځینو کسانو چې  غواړی نومونه یې په ډاګه نه شی ویلی دی چې کېدې شی نن یا سبا دغه موافقه لیک لاسلیک شی. حکمتیا په هغه لیک کښې چې په فېس بوک کښې هم خپور شوے دے لیکلی دی چې هغه په افغانستان کښې دے. دا په داسې حال کښې دی چې د حزب اسلامی مذاکراتی ټیم له شپږو میاشتو راهسې د کابل او پېښور ترمېنځ تګ راتګ لرۀ او د افغان حکومت دریځونه به یې حکمتیار ته چې د پاکستان په پېښور کښې مېشته دے وړل او په مقابل کښې به یې د حکمتیار دریځونه د کابل حکومت ته منتقلول.

په هر حال د افغان حکومت چې د حکمتیار د وېنا له مخې د امریکې لاسپوسے حکومت دے ترټولو سخت مخالف دغه حکمتیار نن له همدغه حکومت سره د سولې د موافقه لیک لاسلیکولو ته تیارشوے دے..

زمونږ رېډیو په دې باره کښې د ټیلفون له لارې د افغانستان د علومو د اکېډېمۍ د دائرت المعارف د څانګې د مشر حبیب ا... رفیع نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب اسلامی  د تېر وخت په شان حکمتیار نه دے. ځکه چې د دغه ګوند اکثر مهم کسان له هغۀ بیل شوی او له حکومت سره یوځاے شوی دی او مهم حکومتی پوسټونه یې ترلاسه کړی دی او اوس له حکمتیار سره د ګوتو شمېر څو کسان باقی پاتې دی نو ځکه هغۀ صلاح په دې کښې ولیده چې غوره دا ده چې د خپل ژوند باقی پاتې ورځې شپې په خپل هېواد افغانستان کښې  تېرې کړی. البته افغان حکومت هم دې ته په پام سره چې پوهیږی حکمتیار اوس د تېر وخت په شان حکمتیار نه دے نو ځکه ورته زیات اهمیت نه ورکوی.

حبیب ا... رفیع همدارنګ وویل چې افغان حکومت سره د حکمتیار د سولې معاهده به  د سولې په چلند او د جنګ په ختمولو کښې هم څه تاثیر ونلری ځکه چې حکمتیار د جنګ په مېدان کښې هیڅوک نه لری. د هغۀ د وېنا له مخې حکمتیار اوس د پاکستان په نزد هم خپل اهمیت له لاسه ورکړے دے. ځکه چې هغۀ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په شمشتو کېمپ کښې  له حکمتیار سره اړوند افغان مهاجرین دې له هېواده ونه باسی خو د پاکستان حکومت د هغۀ دې غوښتنې ته څه اهمیت ورنکړ او هغه مهاجرین هم لګیا دې وباسی.

د افغانستان د علومو د اکېډېمۍ د دائرت المعارف د څانګې مشر د حکمتیار د ګوښه کېدو د علت په حقله هم وویل چې، هغه له ابتداء راهسې یو ډېر احساساتی او مغرور کس ؤ او سیاستونه یې د غرور، تکبر او ځان خوښونې په ستنو ولاړ وو نو په همدې وجه په ګوند کښې د هغۀ پلویان او د سنګر ملګری ورو ورو له هغۀ لرې شول او لرې کیږی او دا  چاره د دې سبب شوه چې هغه نن مجبور شو چې د هغه حکومت غېږې ته راشی چې هغۀ تراوسه د امریکې یو لاس پوسے حکومت بلۀ.

--------