په ننګرهار ولایت کې دهندوستان پر کونسلګرۍ مرګونی برید شنډ کړائ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i29791-په_ننګرهار_ولایت_کې_دهندوستان_پر_کونسلګرۍ_مرګونی_برید_شنډ_کړائ_شو
زمونږخبریال دافغانستان له ننګرهاره راپورراکړ د ننګرهار د والي ویندوي عطا ا... خوګیاڼي نن مازدیګر په جلال آباد کې خبریالانو ته وویل ، دافغانستان دملی امنیت ادارې مامورانو د نصرا... او په شینا مشهور عبیدا... دوه کسان ئې په داسې حال کې نیولي دي چې په جلال آباد کې ئې دهندوستان دکونلسلګرۍ پر ودانۍ دخونړي برید نیّت درلود
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2016 13:30 Asia/Kabul

زمونږخبریال دافغانستان له ننګرهاره راپورراکړ د ننګرهار د والي ویندوي عطا ا... خوګیاڼي نن مازدیګر په جلال آباد کې خبریالانو ته وویل ، دافغانستان دملی امنیت ادارې مامورانو د نصرا... او په شینا مشهور عبیدا... دوه کسان ئې په داسې حال کې نیولي دي چې په جلال آباد کې ئې دهندوستان دکونلسلګرۍ پر ودانۍ دخونړي برید نیّت درلود

خوګیاڼي وویل  دغو کسانو  دکابو شل  کلوګرامه چاودیدونکي توکي  نهه لاسي بمونه  پنځلس سلنډري بمونه  جي پي ایس  سسټم آله ،دوربینونه ، نور تجهیزات او ځيني نقشې  له ځان سره وړلې څو د کونسلګرۍ   ودانۍ ورسره تباه کړي    دوي دغه راز له ځان سره د افغانستان  دملی امنیت دمامورانو  وردي هم  له ځان سره درلوده څو د مامورانو په جامو کې جنایت  وکړي  خو له  ورانکارۍ مخکې  د  پټو  اطلاعاتو په اساس د   ملی امنیت   د  ادارې د مامورانو  په منګولو کې ګیر شول

دننګرهار دوالی ویندوي  وویل  چې دغو کسانو دلومړنیو پلټنو په وخت  پر کیدونکي جرم اعتراف هم کړی او  دنورو معلوماتو لپاره   پوښتنې ګروږنې  ترې روانې دي   او مامورانو نامعلوم ځاي ته منتقل کړي دي .