دافغانستان دملی وحدت حکومت دټاکنیزو کمیشنونو غړی وټاکل .
زمونږخبریال دخبرو سرچینو له قوله راپورراکړ دافغانستان د ټاکنیزو کمیشنونو نوی غړی چې د ملی یووالی حکومت مشرانو له لورې ټاکل شوی دی، نن په رسمی ډول معرفی شول او لوړه ئې وکړه.
د ټاکنیزو کمېشنونو کمېشنرانو غوراوی کمېټه، د روان کال د لړم په ١٩ د ټاکنو په خپلواک کمېشن کې د غړیتوب لپاره د ٢١ کسانو لیسټ اونوملړ او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېشن لپاره ١٥ کسیز لېست، جمهوری ریاست ته واستاوه.
ولسمشر او د حکومت اجرایی مشر، د ټاکنیزو کمېشنونو له نوماندانو سره له مرکې وروسته، اوه کسان د ټاکنو خپلواک کمېشن او پنځه کسان د شکایتونو کمېشن ته غوره کړل.
د ټاکنو خپلواک کمېشن او شکایتونو کمېشن نوی غړی، نن په رسمی مراسمو کې معرفی او د ملی یووالی حکومت مشرانو پر وړاندې یې د فادارۍ لوړه وکړه.
په ټاکنیز نظام کې اصلاح، د ملی یووالی حکومت رامینځته کېدو او د دغه حکومت د مشرانو تر مینځ د سیاسی جوړجاړی یو اصل و چې د ټاکنیزو کمېشنونو نوو غړو په معرفۍ سره، ټاکنیز نظام کې د اصلاح په برخه کې لومړنی ګام پورته شو.