له تور لېسټه د حکمتیار د نوم وېستل د امریکې نوښت دے
د افغانستان د سیاسی مسائلو کارپېژاندی وویل: د ملګرو ملتو له تور لېسټه د حزب اسلامی د مشر نوم وېستنه د روسیې لپاره سوال رابرسېره کوونکې شوې ده.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې وحید مژده وویل، په دوه زره وړومبی کال کښې د نیویارک د نړیوال مرکز له چاودېدلو سره په ارتباط کښې د افغانستان د حزب اسلامی په مشر د تور لګېدو باوجود د امریکې په نوښت سره له تور لېسټه د حکمتیار نوم وېستل کیږی.
هغه زیاته کړه رمزی یوسف چې له دغې پېښې سره په ارتباط کښې ونیوے شو له ګلبدین حکمتیار سره یې ارتباط لرۀ خو اوس د امریکې په ملاتړ سره د ملګرو ملتو له تور لېسټه د ګلبدین د نوم وېستل کیږی چې دې چارې د روسیې لپاره پوښتنه رابرسېره کړې ده.
دغه افغان کارپېژاندی وویل: ګلبدین حکمتیار له سیاسی نظره ثبات او ټینګتیا نه لری او همدا چاره د دې سبب شوې ده چې هیڅ یو هېواد په هغۀ اعتماد نه شی کولې او د هغه سیاسی ماضی هم د دغو مشکلاتو د راڅرګندېدو سبب شوې ده.
د مژده له نظره له ترهه ګرو ډلو په تېره بیا له داعش تکفیری ډلې څخه د حکمتیار ملاتړ د هغه په اړه روسیه هم اندېښمنه کړې ده.
هغه زیاته کړه افغانستان ته د حکمتیار راتګ نه یوازې په دغه هېواد کښې د جنګ له ختمېدو سره څه مرسته نه شی کولې بلکه د افغانستان د ملی وحدت د حکومت کورنی مشلات نور هم زیاتوی.
----------