په افغانستان کې د داعش څه دپاسه زر ترهه ګرهلاک شوی دی
دافغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیری نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دافغانستان امنیتی ځواک په تیرو شپږو میاشتو کې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې د داعشی ترهه ګرو په ضد په پاکونکو پراخو عملیاتو کې کابو یو زر څلورشپیته داعشی ترهه ګرهلاک شوی چې په هغو کې د دغې جنایتکارې ډلې څه دپاسه پنځوس مهم کمانډران اومسئولان هم هلاک شوی دی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ وزیری په دې خبرې په ټینګار سره چې په افغانستان کې داعش ترهه ګره ډله کمزوری شوې ده ،زیاته کړې ؛ د دغې ډلې ورانکار غړی لازیات په ختیځ کې په ننګرهار او کنړ ولایتونو او د دغه هیواد په ځینوشمالی ولایتونو کې هلاک شوی دی .
دولت وزیری دغه راز وئیلی دی ، همدااوس هم ننګرهار ولایت په تیره د دغه هیواد اچین ولسوالۍ په افغانستان کې د داعشی تکفیریانو خورامهم مرکز ګڼل کیږی . په عین حال کې دافغانستان دفاع وزارت همداراز نن دیوې خبرتیا په خپرولو سره دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دترهه ګرو دیوه مرکز دتباه کولو خبر ورکړی دی او وئیلی ئې دی په دغو عملیاتو کې هم د طالبانو اوه وسله وال غړی هلاک شوی دی . له دې سره په یووخت د جوزجان ولایت ویندوی محمد رضا غفوری هم نن وئیلی دی ، ددغه ولایت په آقچه ولسوالۍ کې دامنیتی مامورانو اوطالبانو ترمینځ په سختې نښتې کې لږترلږه دولس طالبان وژل شوی اواته نور هم ټپیان شوی دی . اودغه راز یو عسکر هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی . په همدا وروستیو کې دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو او حکومتی عسکرو ترمینځ نښتې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی .