په کابل کی د عراق په سفارت باندی ترهه ګره حمله
Jul 31, 2017 07:41 Asia/Kabul
یوې ډلې ناپیژاندو وسله والو کسانو په کابل کی د عراق په سفارت حمله وکړه.
د کابل نیوز د راپور په اساس دغه حمله د وزیر اکبرخان په ډیپلماټیک میشته سیمه کی شوې ده.
د دغه راپور په اساس حمله کونکی شپږ تنه ؤو، چی یو یرغلګر ځانته د عراق سفارت په وره کی چاودنه ورکړه، او پسله هغه نور بریدګر د سفارت ودانۍ ته ور ننوتی دی.
د عراق سفارت په ودانۍ کی نښته دوام لری، او د دغې حملې د تلفاتو او زیانونو په هکله کومه اطلاع په لاس کی نشته.
له دغې حملې وړاندی په کابل کی د څلورو پرله پسی چاودنو ژغ واوریدل شو.
ټیګونه