کرزی: د جګړې خصوصی کول به جګړه اوږده کړی
پخوانی افغان ولسمشر وویل که داسې کومه پرېکړه کېږی، په اړه به یې د افغانانو غبرګون ډېر کلک وی.
د کابل لېنډ خبری پاڼې د رپوټ له مخې د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلی د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصی کولو معانا به دا وی، چې جګړه اوږده شی، قانون تر پښو لاندې کړې شی او خپلسرۍ زیاتې شی.
کرزی وویل، پر ځان لازمه بولی، چې د امریکې له دغې احتمالی پرېکړې مخکې خبرداری ورکړی.
نوموړی دغه رنګ وویل که داسې کومه پرېکړه کېږی، په اړه به یې د افغانانو غبرګون ډېر کلک وی.
کرزی له افغان حکومته غوښتی، چې خصوصی سیکتور ته د جګړې له سپارلو سره خپل مخالفت څرګند کړی.
حامد کرزی له هغو کسانو یو بلل کېږی، چې ډېر کله د افغانستان په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو له یو شمېر پالیسو سره مخالفت کوی.
له دې مخکې د امریکایی رسنیو په رپوټونو کې ویل شوی وو، چې ګواکې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوو سلاکارانو له خصوصی امنیتی شرکتونو د افغانستان د جګړې په اړه نظر غوښتی دی. داسې هم ویل شوی، چې دوو مهمو امنیتی شرکتونو افغانستان کې د جګړې مدیریت دوی ته د ورکولو وړاندیز کړی دی.خو امریکایی چارواکو په دې اړه رسماً تر اوسه هېڅ نه دی ویلی.