د افغانستان د کورنیو چارو وزیر څنګته شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54038-د_افغانستان_د_کورنیو_چارو_وزیر_څنګته_شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد له خپل پوسټه څنګته شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2017 12:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کورنیو چارو وزیر څنګته شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد له خپل پوسټه څنګته شو.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتی دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره له پېښو سره د مبارزې د چارو وزیر وېس احمد برمک د تاج محمد جاهد په ځاے د کورنیو چارو د نوی وزیر په توګه منصوب کړ.

وېس احمد برمک به د اعتماد د رایو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان ولسی جرګې ته د معرفی کولو تر وخته د دغې وزارتخانې د سرپرست په توګه  کار کوی.

د افغانستان د ولسمشرۍ د بیانیې له مخې تاج محمد جاهد هم د دغه هېواد د ولسمشرۍ د امنیتی سلاکار په توګه منصوب شو.

له تاج محد جاهد نه مخکې نورالحق علومی د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له پوسټه استعفا ورکړې وه.