د افغانستان په چاه آب ولسوالۍ د حزب اسلامی حملې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58842-د_افغانستان_په_چاه_آب_ولسوالۍ_د_حزب_اسلامی_حملې
د افغانستان د حزب اسلامی د قوماندان بشری قانت تر قوماندانۍ لاندې ځواکونو د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ په مرکز راکټی حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 13:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان په چاه آب ولسوالۍ د حزب اسلامی حملې

د افغانستان د حزب اسلامی د قوماندان بشری قانت تر قوماندانۍ لاندې ځواکونو د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ په مرکز راکټی حمله وکړه.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې حزب اسلامی په دغه ولایت کښې د خپلو حملو په دوام د ګلبدین حکمتیار په سرپرستۍ کښې د دغه ګوند غړیو په چاه آب ولسوالۍ باندې راکټی حمله وکړه چې له کبله یې د دغې ولسوالۍ د بازار ځینې برخې په اور کښې وسوزېدې او پکې درې تنه مړۀ او اته نور ژوبل شول.

د تخار ولایت د پولیسو د قوماندان ویاند خلیل اسیر هم په چاه آب باندې د حکمتیار حمله تائید کړه.

د دغه رپوټ له مخې د حزب اسلامی غړیو د دغې ولسوالۍ مرکزی روغتون هم په هاون سره هدف وګرځوۀ چې په نتیجه کښې دوه ماشومان مړۀ  او څلور تنه نور زخمی شول.

له دې مخکې هم له بشیر قانت  سره اړوندو دګلبدین حکمت یار د حزب اسلامی ځواکونو د ولسوالۍ په جامع جومات حمله کړې وه چې په نتیجه کښې په لسګونو نمونځګزاری مړۀ او ژوبل شوی وو.