افغان ولسی جرګه: حکمتیار د جنګ اور غرغنډه کول غواړی
د افغانستان د ولسی جرګې ځینو استازیو وویل: ګلبدین حکمتیار قومی او مذهبی اختلافاتو ته په لمن وهلو سره کوشش کوی چې افغانستان د کورنی جنګونو دوران ته ستون کړی.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسی جرګې مشر عبدالرئوف ابراهیمی د حزب اسلامی د مشر د څرګندونو په ردعمل کښې تاکید وکړ په دغه هېواد کښې جنګ قومی نه دے بلکه د افغانستان له ټولو خلقو قربانۍ اخلی.
په دغه ولسی جرګه کښې د بدخشان د خلقو نمائنده هم وویل: په دغه هېواد کښې جنګ قومی بلل د خلقو په حق کښې جفا ده او ځینې کوشش کوی چې افغانستان نوی یمې لسیزې ته وګرځوی.
عبدالولی نیازی زیاته کړه، حکمتیار د سولې له چلند سره له یوځاے کېدو ترمخکې پورې روان جنګ جهاد بللو خو اوس لګیا دے له الفاظو سره لوبې کوی.
د افغانستان د ولسی جرګې مرستیال نذیر احمد زی هم وویل: د دغه هېواد ټول قومونه د ترهه ګرۍ قربانی دی.
په افغان پارلېمان کښې د کابل استازې مېرمن نظیفه ذکی هم وویل، د افغانستان جنګ قومی یا مذهبی نه دے خو دغه کسان قومی موضوعاتو ته په لمن وهلو سره کوشش کوی چې هېواد د قومی جنګ لوری ته وردیکه کړی.
ګلبدین حکمتیار په دې ورستیو کښې د حزب اسلامی د مرکزی شورا په غونډه کښې په دغه هېواد کښې جنګ قومی وبلۀ چې د افغان ولس د استازیو ردعملونه یې په ځان پسې ولرل.
خو له بلې خوا هغه ادعا وکړه چې رسنیو یې څرګندونې تحریف کړی دی.