ترکیې ته د حکمتیار سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i60081-ترکیې_ته_د_حکمتیار_سفر
د افغانستان د حزب اسلامی مشر نن سهار د دغه هېواد له ملی وحدت حکومت سره له موافقې وروسته په وړومبنی بهرنی سفر کښې ترکیې ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2017 15:16 Asia/Kabul
  • ترکیې ته د حکمتیار سفر

د افغانستان د حزب اسلامی مشر نن سهار د دغه هېواد له ملی وحدت حکومت سره له موافقې وروسته په وړومبنی بهرنی سفر کښې ترکیې ته لاړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې ګلبدین حکمتیار ټاکلې شوې ده ترکیې ته په خپل سفر کښې د دغه هېواد له ځنیو چارواکو سره کتنه او په افغانستان کښې د ناامنۍ د دوام په باره کښې خبرې اترې وکړی.

حکمتیار ټاکلې شوې ده له ترکیې نه پس سعودی ته سفر وکړی.

د افغانستان د ملی وحدت له حکومت سره د حزب اسلامی د موافقه لیک له لاسلیکولو وروسته دا له افغانستانه بهر ته د حکمتیار وړومبنے سفر دے.

حکمتیار په داسې حال کښې ترکیې ته سفر کوی چې د افغانستان د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم هم په انقره کښې شتون لری.