د طالبانوځپل او د داعش پیاوړتیا ولې ؟؟
په افغانستان کی جنګ د ترهه ګرۍ پرضد ندې بلکې د یوې خاصې پرګنې پرضد دوام لری چی امریکا یې د خپلو ګټو پرضد بولی او په دې مینځ کی ملکیان هم د امریکایانو په ړندو بمباریو کې وژل کیږی
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان د ولسی جرګې ځینو غړیو په وروستیو کې د داعش له ترهه ګرې ډلګۍ په ملاتړ کې د طالبانو پرضد د امریکایی عسکرو په هوایی حملو اندیښنه څرګنده کړی ده . د ولسی جرګې استازیو عبد الرحیم ایوبی ، محمود سلمانخیل او حاجی ظاهر قدیر چی د پارلیمان په څرګنده غونډه کی یې وینا وې کولې ، جوته کړه داسې اسناد او شواهد لری چی ښئ د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې روانې دی ، دوی په وینا په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د هوایی حملو په نتیجه کې طالبانو ته درنده تلفات اوښتی دی او داعش په پاکو شویو سیمو کې بیا سر اوچت کړی دی او ځای پر ځای شوی دی . همداراز له اورزګان ، زابل او جوزجان ولایتونو رارسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی د داعش له جنګیالیو سره د هغو کورنۍ هم راغلی او په دغو سیمو کې ځای پر ځای شوی دی .
مونږه په دې اړه د ټیلی فون په لیکه د افغانستان د ولسی جرګې د یوه غړی انجنیر صاحب خان نظر وپوښته چی هغه د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړی کولو د موضوع د تایدولو په ترڅ کې وویل دا یو حقیقت دی افغانستان لپاره د امریکا له نوی سټراتیجۍ وروسته د امریکایانو هوایی بمبارۍ زیاتې شوی دی او دا هوایی حملې زیاتره د طالبانو پر خلاف شوی دی . صاحب خان وایی چی په افغانستان کی جنګ د ترهه ګرۍ پرضد ندې بلکې د یوې خاصې پرګنې پرضد دوام لری چی امریکا یې د خپلو ګټو پرضد بولی او په دې مینځ کی ملکیان هم د امریکایانو په ړندو بمباریو کې وژل کیږی . د افغانستان د پارلیمان دغه فعال غړی همداراز په افغانستان کې دداعش ډلې د نفوذ پراختیا په اشارې سره زیاته کړه باید دا موضوع وجاجول شی چی د داعش غړی چی په سوریه او عراق کې یې ماته خوړلی ده ، د کومو کسانو او هیوادونو په مرسته افغانستان ته انتقالیږی ؟ انجنیر صاحب خان چی په ولسی جرګه کی د لوګر د خلکو استازې دې ، همداراز جوتوی چی څه موده مخکې د دریو ښځو او پینځو ماشومانو په شمول د داعش ۱۱ کسان چی چیچنیا وال دی ، د لوګر ولایت په ارزه ولسوالۍ کې د خلکو په وسیله نیول شوی او د افغانستان امنیتی عسکرو ته سپارل شوی وو . ده همداراز د افغانستان لپاره د امریکا د هغې ستراتیجۍ په اړه چی پاکستان پکې د افغانستان د جنګ د دوام عامل معرفی شوی وو ، هم وویل امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کې تل د پاکستان په وړاندې دوه ګوڼې سیاست اعمال کړی دی ، هیڅ وخت یې په دغه هیواد جدی دباو ندې اچولې ، او دغه دوه ګونی سیاست دا شکونه رامینځته کړی دی چی دا په حقیقت کې امریکا ده چی نه غواړی د افغانستان جنګ ختم شی .
خو د افغانستان د لیکوالانو اتحادیې مشر احمد ضیا رحیم زی چی مونږ سره یې ټیلی فونی خبرې کولې ، د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړی کولو د موضوع په ارتباط وویل دا یوازې د افغانستان د ولسی جرګی استازی ندی چی د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړتیا خبره کوی ، بلکې د ننګرهار ولایت د بیلا بیلو ولسوالیو خلک د عینی شاهدانو په توګه د دې چارې ګواه دی او وایی په هغو جنګونو کې چی داعشیانو او طالبانو ترمینځ کیږی ، د امریکا او افغان عسکرو لخوا په هوایی حملو کې طالبان په نښه کیږی او طالبانو په وسیله له داعشیانو د سیمو د پاکولو مخنیوې کیږی . ښاغلی رحیم زی همداراز د افغان پایلوټانو له قوله وویل افغان پایلیټان د ناپیژاندو الوتکو په وسیله داعش ته په مرستې رسولو اعتراف کوی . هغه زیاته کړه چی کله افغان پایلوټانو دغه الوتکی تعقیب کړی ، نو امریکایی عسکرو لخوا منع شول . ښاغلی رحیم زی له عراق او سوریې د داعشیانو د انتقالولو په اړه هم جوته کړه افغانستان یو بې څښتنه هیواد دې او هر څوک راځی په خپله ګټه ترې استفاده کوی . ده وویل په عراق او سوریه کې ماته خوړلی داعشیان په ډیره اساني سره افغانستان ته انتقالیږی ، هیڅوک هم نشته چی مخه یې ونیسی . ده زیاته کړه داسې ښکاری چی د افغانستان وضعیت د نور خرابیدو په لور روان دې .
عاشق حسین طوری