د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو
Jan 02, 2018 18:36 Asia/Kabul
د افغانستان د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په یوه حمله کې ووژل شو.
د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل ګلبهار مجاهد مرغومی نن وویل، چې دا پېښه پرون ماښام هغه وخت رامنځ ته شوه، چې قوماندان ابراهیم غوښتل د پشت رود ولسوالۍ له امنیتی پوستو څخه لیدنه وکړی.
هغه زیاته کړه، چې امنیه قوماندان په لاره د طالب ځواکون له کمین سره مخ شو او په برید کښې هغه ووژل شو او دوه ساتونکی یې ژوبل شوی دی.
د فراه د ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوی، چې امنیه قوماندان وړومبې سخت زخمی شوے و، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
طالب ډلې هم د پیښې ذمه واری په غاړه اخیستې دىه.
ټیګونه