دافغانستان په فراه کښې درې طالبان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65211-دافغانستان_په_فراه_کښې_درې_طالبان_وژل_شوی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په لویدیځ کښې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کښې د طالبانو دیوه(۱) مشر په کور کښې په بم چاودنه کښې درې(۳) کسان وژل شوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 09, 2018 06:11 Asia/Kabul
  • ویل کیږي دیارلس(۱۳) وژل شوي کسان دداعش ترهګرې ډلې غړي دي چې په جوزجان او اورزګان ولایتونو کښې هلاک شوي .
    ویل کیږي دیارلس(۱۳) وژل شوي کسان دداعش ترهګرې ډلې غړي دي چې په جوزجان او اورزګان ولایتونو کښې هلاک شوي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان په لویدیځ کښې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کښې د طالبانو دیوه(۱) مشر په کور کښې په بم چاودنه کښې درې(۳) کسان وژل شوی .

ددغه بم چاودنې نور جزیات نه دی په ډاګه شوی .

بل خبر داچې وړمه شپه هم ناپیژاندو وسله والو په شمال لویدیځ کښې په بادغیس ولایت کښې دوه(۲) پولیس په ډزو ووژل .

دافغانستان ددفاع وزارت مطبوعاتی دفتر هم پرون په یوې (۱)بیانیې کښې وویل په ننګرهار ، غزنی ، لوګر ، پکتیا ، اورزګان ، زابل ، هرات ، بادغیس ، فراه ، فاریاب ، بغلان ، تخار ، جوزجان ، قندوز ، نیمروز او هلمند ولایتو کښې په پوځی عملیاتو کښې یوشپیته(۶۱) ټروریسټان وژل شوی او نهه څلویښت(۴۹) نور ژوبل شوی هم دی .

ویل کیږی دیارلس(۱۳) وژل شوی کسان دداعش ترهګرې ډلې غړی دی چې په جوزجان او اورزګان ولایتونو کښې هلاک شوی او پاتې نور د افغانستان په نورو سیمو کښې وژل شوی .