طالبان دې د صلحې خبرو ته کښیني
د افغانستان ولسمشر طالب وسله والو ته خبرداری ورکړ چې که له حکومت سره د صلحې خبرواترو ته غاړه کښې نږدي نو د خلکو له قهر سره به مخامخ شي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې افغان ولسمشر اشرف غني په پلازمینه کښې په یوه مشورتي غونډه کښې راتلونکې اونۍ د افغانستان د صلحې د نړیوالې غونډې ترسره کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په دې غونډه کښې به د افغانستان د حکومت د جنګ او صلحې د سټراټیجۍ په اعلان سره له طالبانو وغوښتل شي چې یا جنګ غوره کړي او یا دې صلحې ته غاړه کښیږدي.
د افغانستان د صلحې د عالي شورا مشر هم په دغې غونډې کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې جنګ د افغانستان د کړکیچ د هواري لاره نه ده، له طالبانو وغوښتل چې جنګ ختم کړي.
محمد کریم خلیلي ټینګار وکړ: دا شورا هڅه کوي روان څلویښت کلن جنګ چې د زرګونو کسانو د وژلې او د هیواد د زیاتره بیخ بیناؤ د ورانیدو لامل شوی، ختم کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې وسله وال طالبان تراوسه د افغانستان له حکومت سره خبرواترو ته نه دي تیار شوي او د اشرف غني له حکومت سره مذاکره یې له دې هیواده د امریکې په مشرۍ د نیواکګرو په وتلو پورې شرطمنه کړې ده.