افغان ولسمشر د صلحې لپاره د ټاکلې لارې په دوام ټینګار وکړ
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د اتم کال د شپاړسمې دورې د لومړۍ ناستې د پرانيستو مراسمو کې د سولې لپاره د خبرو اترو پر دوام ټينګار وکړ.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د اتم کال د شپاړسمې دورې د لومړۍ ناستې د پرانيستو مراسمو کې د سولې لپاره د خبرو اترو پر دوام ټينګار وکړ، خو ویې ويل چې د تلپاتې امنيت لپاره د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو له هر اړخيزې پياوړتيا پرته هېڅ کوم بل انتخاب نشته.
پژواک خبري آژانس لیکلي چې ولسمشر غني زياته کړه چې د څلور کلن امنيتي پلان پايلې به په ١٣٩٧ کال کې مشاهده شي او د دغه پلان په بشپړ عملي کېدو سره به افغانستان په امنيتي او دفاعي برخه کې بشپړې پر ځان بسياينې ته ورسېږي.
ولسمشر غني مثبت سيمه ييز سياست، عامه سوکالۍ ته د رسېدو لپاره اړين وباله او ويې ويل چې افغانستان دې موخې ته چې د ګډو موخو پر مرکز بدل شي، نږدې شوى دى.
د ملي شورا د اتم کال د شپاړسمې دورې لومړۍ ناسته له يو نيمې مياشتنۍ ژمنۍ رخصتۍ وروسته نن د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه.
ولسمشر غني په دغو مراسمو کې وويل چې په شاوخوا درېيو وروستيو کلونو کې د حکومت او شورا په هڅو نږدې ٣٠٠ قوانين او تقنيني سندونه تدوين او تصويب شوي، خو هيله يې څرګنده کړه چې شورا نوي قوانين تصويب کړي.
هغه وويل چې حکومت په عدلي او قضايي چارو کې د لاسوهنې هڅه نه ده کړې، عادلانه پرېکړې د ټولنيزو تضادونو او کشمکشونو د له منځه تللو سبب ګرځي او تر اوسه پورې دغه ارګانونو د عادلانه پرېکړو او اصلاحاتو په راوستو سره ټولنيز اعتماد خپل کړى دى.
هغه د قانون حاکميت، سولې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د عالمانو رول وستايه او ويې ويل چې د هېواد ديني عالمانو له امنيتي او دفاعي ځواکونو او حکومتي پروګرامونو د ملاتړ غږ پورته کړى دى.
ولسمشر له ديني عالمانو په مننې وويل: ((د خوښۍ ځاى دى چې ديني عالمان مو پر دې پوهېږي چې د اقتصادي پروژو عملي کول د سولې له تامين سره مرسته کوي او له هغو ملاتړ کوي.))
هغه پر رڼو او له درغليو پاکو ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل: ((د پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل پر خپل وخت سره يوه حتمي او داسې چاره ده چې ډډه ورڅخه نه شو کولى.))
ولسمشر د ټاکنو کمېسيون پر بشپړ بې پرېوالي ټينګار وکړ او ويې ويل: ((د کمېسيون په چارو کې د هر ډول لاسوهنې د مخنيوي لپاره ما، ډاکتر صاحب عبدالله او استاد دانش د ټاکنو له کمېسيون او غړو سره له هر ډول ليدنو کتنو ډډه کړې ده.))