اشرف غني: د افغانستان جنګ تپل شوے دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67187-اشرف_غني_د_افغانستان_جنګ_تپل_شوے_دے
افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې اوسنۍ جنګ جګړې له بهر څخه تپل شوې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2018 15:32 Asia/Kabul
  • اشرف غني: د افغانستان جنګ تپل شوے دے

افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې اوسنۍ جنګ جګړې له بهر څخه تپل شوې وبللې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون په کابل کښې د افغانستان د ملي امنيت د ځواکونو د خاص يونټ د جوړولو په مراسمو کښې وويل: افغانستان له بهر څخه له تپل شوي جنګ سره مخامخ دے.

افغان ولسمشر د ترهه ګرو تر نابودۍ پورې له هغوي سره په مبارزې باندې په تاکيد سره وويل: اطلاعاتي او امنيتي ځواکونه پکار دي مضبوط وي چې د ترهه ګريزو عملياتو د اجرا مخنيونکي وي.

په افغانستان کښې په وروستيو ترهه ګريزو حملو کښې پرون د جُمعې په ورځ په کابل کښې د ترهه ګريزې چاودنې له امله يولس عامه افغانان ووژل شول او شل تنه نور هم ژوبل شول.

د اعش کفيري ترهه ګرې تډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه واخېسته.