په افغانستان کښې له بهرنيو موسسو څخه د اشرف غني غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67233-په_افغانستان_کښې_له_بهرنيو_موسسو_څخه_د_اشرف_غني_غوښتنه
افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې په تېرو اولسو کلونو کښې د بهرنيو ادارو او موسسو د لګښتونو د شمېرنې غوشتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2018 11:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې له بهرنيو موسسو څخه د اشرف غني غوښتنه

افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې په تېرو اولسو کلونو کښې د بهرنيو ادارو او موسسو د لګښتونو د شمېرنې غوشتنه وکړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد اشرف غنی نن په افغانستان کښې له موجودو بهرنيو موسسو څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کښې دې د لګول شويو اعتباراتو او له هغو څخه د ترلاسه شويو اهدافو روڼې شمېرنې وړاندې کړي.

په همدې لړ کښې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش وويل، د دې باوجود چې اوه کاله مخکې د افغانستان د مخکېني ولسمشر حامد کرزي لخوا د خصوصي بندي خانو د لرلو په جرم د امريکې د پنځوسو بلېک واټر شرکتونو د فعاليت د لغو کولو حکم جاري شوے ؤ خو اوس هم په افغانستان کښې نولس خصوصي امنيتي شرکتونه فعاليت کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان ولس باوري دے چې په افغانستان کښې موجود زياتره بهرني شرکتونه په دغه هېواد کښې د امنيت په خلاف او د ورانکارۍ اهدف تعقيبوي.