دافغانستان دسولې عالی شورا بیاطالبان وګواښل
طالبانوډلې هم له دې مخکې دافغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر وتړل شی ،نو د نتیجو مسئول به ئې دکابل حکومت وی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دسولې عالی شورا ددارالانشان مشر اکرم خپلواک نن په یولړ څرګندونو کې ددې خبرې په اعلانولو سره وئیلی دی، دافغانستان حکومت د طالبانو ډلې د دسولې دوړاندیز دځواب په تمه دی او که دغه ډله دافغانستان له حکومت سره روغې جوړې اوخبرواترو ته حاضره نه شی ، نو دهغوی په اختیار کې به هیڅ دفتر او امکانات ورنه کړی او په قطر کې به ئې هم سیاسی دفتر وتړل شی .
طالبانوډلې له دې مخکې هم دافغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی ؤ چې که په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر وتړل شی ،نو د نتیجو مسئول به ئې دکابل حکومت وی .
دا په داسې حالې کې دی،چې طالبانو په کرتو ټینګار کړی دی ، دافغانستان دحکومت په وړاندې د دغې ډلې دریځ بدل شوی نه دی ، او ترڅو چې له افغانستانه بهرنی عسکر وتلی نه وی ، دوی به دکابل له حکومت سره خبرواترو ته حاضر نشی .