پولیسو په ننګرهار کی دری برمتګر وسله وال طالبان ونیول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67846-پولیسو_په_ننګرهار_کی_دری_برمتګر_وسله_وال_طالبان_ونیول
په همداوروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دانسان تښتونې ،غلو او شوکو زیات موردونه راپور شوی دی ، چې وئیل کیږی همدغه وسلوالې ډلې د دغو کارونو له لارې خپل معاش تامینوی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 22, 2018 09:23 Asia/Kabul
  • پولیسو په ننګرهار کی دری برمتګر وسله وال طالبان ونیول

په همداوروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دانسان تښتونې ،غلو او شوکو زیات موردونه راپور شوی دی ، چې وئیل کیږی همدغه وسلوالې ډلې د دغو کارونو له لارې خپل معاش تامینوی.

زمونږخبریال له ننګرهار ه راپورراکړ دافغانستان د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی ، د ننګرهار ولایت د بټی کوټ ولسوالۍ پولیسو بیګا په یو لړ خانګړو عملیاتو کې  دری  وسله وال طالبان چی په یو ۀ  ګاډی کی سپاره و له وسلو، مهماتو او نورو پوځی تجهیزاتو سره یو ځای ونیول .

مشرقیوال وویلی،  نیول شویو طالبانو دتورخم جلال اباد پر لویه د سړی تښتونی ،وسله والو بریدونو او د نا امنۍ په نورو ګڼو پیښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

 داپه داسې حال  کې دی چې په همداوروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې  دانسان تښتونې ،غلو او شوکو زیات موردونه  راپور شوی  دی ، چې وئیل کیږی همدغه  وسلوالې ډلې  د دغو کارونو له لارې  خپل معاش تامینوی.