دکابل حکومت دې دحکمتیار په جنایتونوسترګې پټې نه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68086-دکابل_حکومت_دې_دحکمتیار_په_جنایتونوسترګې_پټې_نه_کړی
دافغانستان په بغلان ولایت کې دحزب اسلامی ګوند قوماندان میرویس سره اړونده کسانو دافغانستان د ولسمشر د سلاکار حاجی امان اتمانزی دکورنۍ غړی تښتولی وو ،بیا دافغانستان دملی امنیت ځانګړی ځواک د حاجی صیب د کورنۍ غړی په بغلان ولایت کې دحزب اسلامی له مرکزه وژغورل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 27, 2018 19:10 Asia/Kabul
  • دکابل حکومت دې دحکمتیار په جنایتونوسترګې پټې نه کړی

دافغانستان په بغلان ولایت کې دحزب اسلامی ګوند قوماندان میرویس سره اړونده کسانو دافغانستان د ولسمشر د سلاکار حاجی امان اتمانزی دکورنۍ غړی تښتولی وو ،بیا دافغانستان دملی امنیت ځانګړی ځواک د حاجی صیب د کورنۍ غړی په بغلان ولایت کې دحزب اسلامی له مرکزه وژغورل.

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان د پارلیمان د داخلی امنیت دکمیشن  مشر  داؤد پیمان   د دغه هیواد په شمال کې د  حزب اسلامی  دګوند  دغړو  له خپل سریو د ګلبدین حکمتیار  ملاتړ په باب  پر هغه  سختې نیوکې کړی او   ټینګار ئې کړی ،   ګلبدین حکمتیار  دافغانستان دملی وحدت  له حکومته غوښتی دی ، څو  دافغانستان   په شمال  کې دې  دحزب اسلامی  دغړو پر جنایتونو سترګې پټې کړی .

 هغه زیاته کړې ، په بغلان ولایت کې د حزب اسلامی قوماندان  میرویس  بیلابیل جنایتونه کړی  او  په برمتګرۍ هم تورن دی ، خو حکمتیار  له افغان حکومته غواړی ،څو  د دغه ګوند له  کسانوسره دې همدردی  اوخواخوږی وکړی .

  دافغانستان په بغلان ولایت کې  دحزب اسلامی  ګوند  قوماندان  میرویس  سره اړونده کسانو  دافغانستان د  ولسمشر د سلاکار  حاجی امان اتمانزی  دکورنۍ غړی  تښتولی  وو ،بیا  دافغانستان دملی امنیت ځانګړی ځواک  د حاجی صیب د کورنۍ غړی  په بغلان ولایت کې دحزب اسلامی  له مرکزه وژغورل.

 داپه داسې حال کې دی ، چې  دافغانستان دملی امنیت  ځواک  دمیرویس کسان ونیول ،خو  دافغانستان  دحزب اسلامی مشر  دکابل له حکومته غوښتی څو دغه کسان دې خوشی کړی ، چې   داسې معلومیږی ، حکمتیار پخپله  په دغه ډول جنایتونو کې لاس لری .