دافغانستان دخلکو صبر او زغم به اخر ختم شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68390-دافغانستان_دخلکو_صبر_او_زغم_به_اخر_ختم_شی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د عدالت غوښتنې او دملکی خلکو د ژغورنې ډله وایی په تیره میاشت کښې په هیواد کښې په جنګونو کښې څلورسوه درې څلویښت(443) کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 02, 2018 14:22 Asia/Kabul
  • په ایران کښې  امریکا او  د  «رضا شاه» حکومت ونه توانیدل د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ  دخلکو دانقلاب مخه ونیسي .
    په ایران کښې امریکا او د «رضا شاه» حکومت ونه توانیدل د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ دخلکو دانقلاب مخه ونیسي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان د عدالت غوښتنې او دملکی خلکو د ژغورنې ډله وایی په تیره میاشت کښې په هیواد کښې په جنګونو کښې څلورسوه درې څلویښت(443) کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی .

دافغانستان حکومت او د هغه نړیوال ملاتړی هیوادونه باید پوه شی چې ددوې په لاس د ملکی خلکو وژل کیدل  د دوې په تندی یو(۱) داغ دی چې  نه دهغه پاکول اسان دی او نه هم د هغو له پایلو انکار کول  .

په تیرو څو ورځو کښې په وردک، فراه او هرات ولایتونو کښې  دافغانستان او دبهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو او هوایی بریدونو کښې ګڼ شمیر  ملکیان وژل شوی دی او د خلکو په کورونو او ښوونځیو حملې شوی دی چې دغه کار په هیڅ بڼه د توجیه وړ نه دی او له ویرې ډک دا ډول عمل د بخښنې وړ نه دی .

دافغانستان حکومت چې له خپلو خلکو سره دجنګ په حال کښې دی هم  خپل  خلک په خپله وژنی او هم یې د بهرنیو هیوادونو د عسکرو په وسیله وژنی  او د افغانستان خلک  د سولې په شعار چې د کابل حکومت ورکړی دی څرنګه باور کولای شی ایا  د ملنډې وهل نه دی .؟

دافغانستان حکومت په ظاهر طالبانو ته د خبرو او دسولې وړاندیز کوی او په عمل کښې دطالبانو په نوم ملکی خلک وژنی .

بهرنی هیوادونه او د هغوې پوځیان  هم په افغانستان کښې د ملکی خلکو وژلې بوخت دی او هغوې به هیڅکله په ویرونکو حملو سره  خلک  قانع نکړی چې ووایی د دوې دوستان دی .

نه یوازې دافغانستان خلک بلکې دنړۍ په سویه د بشر تاریخ په دې چارې ګواه(شاهد) دی هغه ملت چې دبهرنیانو په مقابل کښې ودریږی نو په داسې بڼه کښې  نه د پردیو تر امر لاندې حکومتونه دهغه مخه نیولای شی او نه جنګی لیونتوب او وسلې .

که چیرې د ملکی خلکو وژله کمه نشی امریکا او ناټو له کابل سره د لاسلیک شوی امنیتی تړون په پلمه په دغه هیواد کښې خپل پوځی شتون ته دوام نشی ورکولی او  د هغوې ویره اچول او جنایتونه هم بې ځوابه نشی پاتې کیدلای .

په افغانستان کښې د شپې په مهال له عملیاتو او ړاندو حملو د امریکا هدف دا دی چې دملت او د حکومت ترمینځ واټن زیات کړی  او هم نفرت  دومره زیات شی چې په هیواد کښې دجنګ او د کړکیچ دوام پریکنده شی .

ځینې کارپیژاندی باوری دی چې دافغانستان په وردک ولایت کښې د شپې په وخت د امریکا دعملیاتو هدف دا دی چې دخلکو  غرور مات کړی چې افغانستان په سیمه کښې د امریکا دهدفونو لپاره د ویرو او دجنګ په یو(1) ډګر بدل شی .

خو له ویرې او جنایتونو ډکې داډول ستراتیژیانې بالاخره د خلکو صبر او زغم پاې ته رسوی او په یوه غبرګون بدلیږی چې  ستر قدرتونه  او د هغوې ګوډاګی هیوادونه بیا حالات نشی کنټرولوی .

په دې هکله زیات مثالونه او بیلګې شته .

څرنګه چې په ایران کښې  امریکا او  د  «رضا شاه» حکومت چې دامریکا ملاتړ ورسره وو ونه توانیدل د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په مشرۍ دایران  دخلکو دانقلاب مخه ونیسی او بالاخره دباچا ظالم حکومت نسکور شو او دایران داسلامی انقلاب په بریالیتوب  او د اسلامی جمهوری حکومت په جوړیدا سره دامریکا په تندی دتل لپاره یو (۱)تور داغ پاتې شو او د رضا شاه ملګری چې ګوډاګیان وو په شرمیدلی ډول په لویدیځو هیوادونو کښې ژوند کوی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیودپښتو خپرونې مدیر

د۲۰۰۸میلادی کال د اپریل دمیاشتې دوهمه نیټه