په افغانستان کې سوله دبهرنیوعسکروپه شتون سره نه تامینیږی
دافغانستان دولسی جرګې یو شمیر ا ستازو افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږدولو کې د امریکا دجنګ غواړی اقدام په محکومولو سره وئیلی دی ، په افغانستان کې دسولې ټینګیدا دبهرنیو عسکرو په زیاتیدو سره هیڅ امکان نه لری .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان د ولسی جرګې په پرونئ ناستې کې د هرات ولایت دخلکو استازی صالح محمد سلجوقی په افغانستان کې د امریکائی عسکرو په شتون په سختو نیوکو سره ووئیل په تیرو اولسو کلونو کې ثابته شوې چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو په شتون سره سوله نه ټینګیږی.
هغه روښانه کړې ، دسولې اوامنیت تامینیدا دافغانستان د ملت کار دی او باید ولس د دغه کار تامینیدا لپاره لاس په کار شی .
دافغانستان د دایکنډی ولایت دخلکو استازی نصر ا... صادقی زاده هم ددې خبرې په کولو سره چې بهرنیان دافغانستان د ولس لپاره د آرامښت دتامینولو وس نه لری ، ووئیل؛ یوازې هغه سوله به ګټه وره وی ، چې دهیواد له داخله اوپخپله د ولس په لاس تامین شی . د ولسی جرګې یوه بل غړی ،زمری پادخوابی هم ټینګار کړی ، په تیرو اولسو کلونو کې په دغه هیواد کې دنړۍ دڅلویښتو هیوادونو عسکرو شتون درلودلی ، خو سوله اوامنیت ئې ټینګ کړائ شوی نه دی .
دافغانستان دولسی جرګې غړو پرون د سولې عالی شورا مسئولان ،له طالبانو ډلې سره د خبرواترو او د حل لارو د ترلاسه کولو په باب دځواب وئیلو لپاره پارلیمان ته ورغوښتی وو ،خو د دغې شورا غړی په پارلیمان کې حاضر شوی نه دی .