کابل ته د پاکستان د لوړ رتبه پلاوي سفر
د پاکستان يو لوړ رتبه سياسي پلاوي د افغانستان له حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو د دوام لپاره کابل ته سفر وکړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله مېرمن تهمينه جنجوعه د دغه پلاوي مشري په غاړه لري. کابل ته د دغه پلاوي سفر د تاوتريخوالو د ختمولو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو د صلاح مشورو په دوام کښې مهم ګڼل کيږي. له دې امله افغانستان ته د مېرمن جنجوعه د سفر ترټولو مهم مقصد کابل ته د پاکستان د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر د زمينو څېړنه ده چې ويل کيږي،د راتلونکې جمعې په ورځ به بڼه ونيسي. د پاکستان له حکومت سره د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره د افغان حکومت نوې اېجنډا «له حکومت سره د حکومت» په نامه د خبرو اترو کول دي چې په دې وروستيو کښې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا مطرح شوې او د اسلام آباد له حکومته يې وغوښتل چې په ډېره لوړه سطح دې په سيمه کښې د صلحې او امنيت د ټينګښت لپاره ملګرتيا او د تاوتريخوالے ختمول تعقيب کړي. له دې امله پاکستان افغانستان ته د پرله پسې پلاو په لېږلو سره دا ښودنه کوي چې له دغه هېواد سره د ملګرتيا لپاره جدي دے خو د افغان حکومت له نظره دغه ملګرتيا پکار دي په عمل کښې د افغانستان د صلحې له چلند سره دمرستې لپاره د اسلام آباد روغ نيت وښئ. ځکه چې په وروستيو شپږو مياشتو کښې له پاکستانه افغانستان ته ګڼ شمېر فوځي او سياسي پلاو سفر کړے دے او د زياتو ملګرتياو وعدې يې هم کړي دي خو په عمل کښې د افغانستان او پاکستان له تريخوالي سره په ملو تعلقاتو کښې څه ښه والے نه دے ترلاسه شوے. ځکه چې له افغان حکومت څخه د پاکستان يوه ترټولو مهمه غوښتنه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د نړيوالې پولې په توګه د ډيورېنډ فرضي کرښې په رسميت پېژندل دي چې د کابل حکومت دغه خبره نه مني.
د سياسي مسائلو کارپېژاندے سيد وحيد ظهوري حسيني وائي:
«هغه څه چې پاکستان يې غواړي دا دي چې ډيورېنډ کرښه دې له نړيوال نظره د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د پولې په توګه په رسميت وپېژندل شي چې دا موضوع ناممکنه ده.»
نو په دې بنياد د سياسي ټولنو له نظره هغه څه چې د دې سبب شوي دي چې د پاکستان حکومت په دې وروستيو کښې د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره له افغان حکومت سره خپلې صلاح مشورې زياتې کړي د امريکې د سياسي، امنيتي او اقتصادي دباونو نتيجه ده. د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ څوځل پاکستان ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړے او په افغانستان کښې له امريکائي فوځ سره د اسلام اباد د جدي ملګرتيا غوښتونکے شوے دے. د اسلام آباد لخوا د دغې غوښتنې ردېدل او د امريکې د تورونو دوام د دې سبب شوے دے چې واشنګټن په پاکستان باندې خپل دباونه زيات کړي.
د سياسي مسائلو کارپېژاندے وحيد مژده وائي:
«په پاکستان باندې دباو راوړل د واشنګټن د چارې لار نه ده بلکه د امريکې دغه فېصله په مختلفو سيمو کښې د جنګ د پراختيا او تر ګواښ لاندې سيمو کښې د جنګ د تنور د تودېدو سبب شوې ده. په پاکستان باندې د امريکې د دباو په راوړلو سره اسلام آباد د امريکې د سيالو هېوادونو لوري ته لاړ دے او په دا ډول به د سيمې څو کلن انډول بدل کړي.»
په هر حال د سياسي ټولنو له نظره په سيمه کښې د امنيتي بحران د ختمېدو يوازېنۍ لار په تېره بيا د افغانستان د صلحې د چلند په مخ بيائلو په اړه له کابل سره د اسلام آباد ملګرتيا ده. که څه هم د پاکستان چارواکو په ځلونو تاکيد کړے دے چې په افغانستان کښې د صلحې ټينګښت په پاکستان کښې د امنيت د تثبيت په معنا دي، خو د کابل د حکومت له نظره د پاکستان حکومت په عمل کښې په خپله دغه ادعا پابند نه دے او يوازې په تبليغاتي اقداماتو سره د وخت د اخېستو او د عامه افکارو د غولولو په لټه کښې دے. يو داسې حالت چې د دواړو هېوادونو په اقتصادي تعلقاتو هم منفي تاثير لري.
------