دافغانستان لالهانده حکومت :
-
دافغانستان چارواکي به په پردیو تکیې سره په واک کښې وي خو حکومت به نه په ملت کښې د پښې ځاې ولري او نه هم روا والی .
زمونږ خبریال وایی په داسې حال کښې چې کارپیژاندی وایی دافغانستان ائتلافی یا دوه(۲) سره حکومت دخپل ملت لومړیتوبونه هیر کړی دی او همدا اوس یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو تبلیغات او کمپاین پیل کړی دی .
دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د نومونو د لیکلو پروسه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې دیوې کمیډی ډرامې(Comedy Drama) په توګه پیل شوه چې له ولسمشر رانیولی تر والیانو پورې له معاملې کولو وروسته نومونه ولیکل .
دافغانستان دانتخاباتو په بهیر څارونکی ادارې ، ملی پارلمان ، ستر او کوچنی سیاسی ګوندنه وایی چې په ټاکلی نیټه دهیواد د انتخاباتو ترسره کیدل نا مکمن دی .
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو د ترسره کیدا په لاره کښې یوازې ناامنۍ ستر مشکل نه دی .
دافغانستان سیاسی ګوندونه او پارلمان وایی نه نړیواله ټولنه په افغانستان کښې د انتخاباتو د ترسره کیدا اراده لری او نه هم د افغانستان حکومت .
ددغه ارادې د نه لرلو یو(۱) دلیل دا دی چې د انتخاباتو پروسې ته اړونده کمیسیونونه تر دې حده بې وسه او بې لاسه او بې پښو دی چې د هیواد هیڅ ښاریز له زړه دغه خبره نه منی چې انتخابات به ترسره شی .
هغه کسان چې د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره د افغانستان دحکومت او د بهرنیو هیوادونو د ارادې په نه لرلو باور لری وایی د فرصتونو په له لاسه ورکولو سربیره که چیرې دهیواد امنیتی حالت د اوس وخت په شان ووسی بیا هم دانتخاباتو ترسره کیدل ناممکن دی چې حکومت د خلکو د رایو روا والی ترلاسه کړی .
دافغانستان حکومت چې د کابل ښار بریښنا نشی تامینولی او کله نه کله د حکومت مخالفین چې وغواړی د کابل بریښنا غوڅه کړی بریښنا غوڅولی شی په داسې بڼه کښې عادی خلک څرنګه د انتخاباتو په پروسې کښې دګډون جرات کولای شی چې وسله وال مخالفین په پراخ ډول د خلکو ګیرچاپیر شتون لری ؟
د افغانستان د بدخشان ولایت د ولایتی شورا غړیو پرون په دغه ولایت کښې د داعش ډلې د ورځ تر بلې د پیاوړی کیدا او دقوی کیدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه .
ایا دافغانستان حکومت به وتوانیږی د هوا په تودیدا سره د ناکراریو راتلونکی څپه کنټرول کاندی ؟
ممکنه ده دغه پوښتنه مطرح شی د ناامنیو مشکل چې نوره یوه(۱) طبیعی چاره ده ولې دکابل حکومت د انتخاباتو د مسلې مسول وبلل شی ؟ چې ځواب روښانه دی .
په افغانستان کښې یوازې د انتخاباتو دترسره کیدا مسله نه ده بلکې دغه موضوع ته د یوې بیلګې په توګه اشاره وشوه او مسله د هیواد د برخلیک او د حکومت د بقا ده .
دافغانستان حکومت چې د ناامنیو په کنټرولو کښې بې وسه دی له فرعی او بې ارزښته لارو د مشکلاتو د حل کولو پرځاې فرصتونه له لاسه ورکوی .
دافغانستان حکومت ملت له یوه ترسره شوی عمل سره مخ کوی او دغه بهیر او اراده به تر کومه په افغانستان واکمنه وی ؟
د سیاسی چارو دکارپیژاندو په وینا د افغانستان د حکومت د بې وسیو ټولګه دې حد ته رسیدلی ده چې ملت ته له مراجعه کولو پرته له دغو مشکلاتو د وتلو بله لاره نلری .
دافغانستان حکومت په امریکا او ناټو تکیه کړی ده .
امریکا او ناټو یوازې کولی شی دافغانستان چارواکی دولسمشرۍ په ماڼۍ کښې واکمن وساتی خو ناټو او امریکا له ملت سره د کابل دحکومت د اړیکو لارې تړلی دی او هغه پروسه چې په وسیله یې حکومت دخلکو روا والی ترلاسه کولای شی ددوې له قدرت څخه بهر ده .
چې نتیجه به یې دا وی دافغانستان چارواکی به په پردیو تکیې سره په واک کښې وی خو حکومت به نه په ملت کښې د پښې ځاې ولری او نه هم روا والی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال د اپریل دمیاشتې شپاړسمه نیټه