افغانستان ته د داعش راوستل د لویدیځو قدرتونو پروژه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i69842-افغانستان_ته_د_داعش_راوستل_د_لویدیځو_قدرتونو_پروژه_ده
د افغانستان د مشرانو جرګې وړومبي مرستیال وویل: له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعشي ترهګرو منتقلول، د سیمې د ناامنه کولو لپاره د لویدیځو قدرتونو پروژه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2018 16:02 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د داعش راوستل د لویدیځو قدرتونو پروژه ده

د افغانستان د مشرانو جرګې وړومبي مرستیال وویل: له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعشي ترهګرو منتقلول، د سیمې د ناامنه کولو لپاره د لویدیځو قدرتونو پروژه ده.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې محمد علم ایزدیار وویل: د داعش ډلې ترهګر په عراق او سوریې کښې له ماتې خوړولو وروسته، د مرکزي آسیا د هیوادونو، قفقاز او همداشان چین لپاره د ګواښ جوړولو په موخه افغانستان ته د راوستل کیدو په حال کښې دي او دا کار، د لویدیځو هیوادونو دی.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د امریکې او ناټو ځواکونه پر ځاې د دې چې د افغانانو د ژوند د ساتنې په فکر کښې وي، خپله د دې هیواد لپاره په یو ګواښونکي لامل بدل شوي دي.