د افغان مجاهدينو د کاميابۍ له کليزې څخه پيکه هرکلے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70156-د_افغان_مجاهدينو_د_کاميابۍ_له_کليزې_څخه_پيکه_هرکلے
زمونږ تهران رېډيو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې پرون د ثور اتمه، د شوروي سرۀ فوځ په وړاندې د افغان ولس د مبارزې د بري له ورځې سره برابره وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2018 08:48 Asia/Kabul
  • د افغان مجاهدينو د کاميابۍ له کليزې څخه پيکه هرکلے

زمونږ تهران رېډيو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې پرون د ثور اتمه، د شوروي سرۀ فوځ په وړاندې د افغان ولس د مبارزې د بري له ورځې سره برابره وه.

 ښايي څه هم زموږ د جهادي مشرانو د كمزوريو او اختلافاتو او څه هم د سيمه ييزواو نړيوالودسيسو له لامله څه هم د يو شمېر له سياسي پلوه د كمزوري شعور خاوندانو او څه هم مغرضو افرادو او كړيو ته چې له پيله د جهاد او مجاهدينو مخالف پاتې شوي، تر څه اندازې پيكه ښكاره شي؛ خو حقيقت دا دے چې كه څوک لږ  انصاف ولري، دا ورځ د افغانستان په تاريخ کښې  ډېره ستره ورځ ده. په دې ورځ د نړۍ د معاصر تاريخ يوه ستره حماسه خپلې کاميابۍ ته ورسېده. كه چرې دغسې يوه ستره حماسه د يو غېر مسلمان قوم يا ولس په لاسو تر سره شوې وې؛ نو په ټوله دنيا كښې به يې په وياړ غونډې جوړېدې او كليزه به يې نمانځل كېده. د افغانستان د ځينو کارپېژاندو د وېنا له مخې لويديځ  په تېره بيا امريکې هڅه وكړه چې دا حماسه پيكه كړي او نړيوالو ته يې هم پيكه ښكاره كړي. كه چرې د دې حماسې نتايج په انصاف سره د فرانسې له انقلاب سره چې لويديځوالو ډېر غټ وښود، پرتله شي؛ نو د دې نتايج تر هغه انقلابه ډېر ستر دي.

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې مسئول مدير محمد زبېر شفيقي په دې باره کښې وائي چې د مجاهدينو په کاميابۍ سره  ټوله دنيا د شوروي او كمونيزم له شره خلاصه شوه، د برلين ديوال ونړول شو، د منځنۍ اېشيا هېوادونه، د بالټيك جمهوريتونه، يوكراين، بلا روس او د ختيزې اروپا كمونيزم پالي هېوادونه ټول ازاد شول بلكې پخپله روسي ولس هم له كمونيزم او يوۀ ډېکټاټوري رژيم څخه خلاص شو؛ خو له بده مرغه د پخواني شوروي په ماتې او د لويديځ او په خاصه توګه د امريکې په ګټه د سوړ جنګ په ختمېدو سره د اسلامي هېوادونو نوبت راورسېد.  لويديځ استعمار  چې تل يې د يو سيال او رقيب په لرلو سره سا اخېسته د شوروي له ماتې وروسته اسلام او مسلمانان د خپل رقيب او سيال په توګه وګڼل  په تېره بيا افغانستان مظلوم هېواد يې د خپلو نويو لانجو او تنازعو مرکز وګرځوۀ او د شوروي له ماتې وروسته چې امريکې ترې د وېتنام بدل واخېست لويديځ استعمار په تېره بيا امريکې افغانانو ته شا کړه او د هغوي له ملاتړ يې لاس واخېست بلکه په اپوټه يې د يو پروګرام مطابق افغانستان د ترهه ګرۍ په مرکز بدل کړ او پروني مجاهدين چې د سي آئي اے په ذريعې سره د شوروي په مقابل کښې تشکيل شوي وو په ترهه ګرو بدل شول.

له مخکې نه د جوړ شوي يو پلان له مخې  د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د يولسمې نېټې پېښه رامنځته شوه او ورباندې يې د مسلمانانو په تورنولو سره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په افغانستان فوځي تېرے وکړ او د دغه فوځي تيري په نتيجه کښې د افغانستان حالت په دومره اندازه سخت شوې دې چې پرون د غوئي د مياشتې اتمه نېټه د امنيتي حالاتو په وجه هغه ډول چې ضروري وه ونه نمانځلې شوه او تود هرکلے يې ونه شو.  

دا پرتمينه ورځ له ډېرو كلو راهيسې د مركز په كچه په ارګ كښې دننه د يوې محدودې غونډې په ترڅ كښې نمانځل كېږي حال دا چې دا ورځ بايد د داسې مراسمو په ترڅ كښې نمانځل كېدې چې په ميليونونو هېوادوالو په كښې ګډون كولې؛ خو متأسفانه چې د امريکې او د هغې د انډيوالانو او اتحاديانو لخوا د افغانستان د استقلال، ځمكنۍ بشپړتيا او ملي حاكميت په خلاف اوس هم داسې دسيسې روانې دي چې نه پرېږدي افغانان خپلې دغسې له وياړه ډكې ورځې په هغسې پرتمينو مراسمو ونمانځي لكه چې حق يې دے. په دغسې محدودو مراسمو كې هم بيا حكومت هڅه كوي چې د دغې ورځې په ځاے او په دغه ورځ ثمر ته رسېدلې حماسې په ځاے، ځان وځلويچې موږ دا وكړل او هغه مو وكړل. البته افغان ولس هغه څه چې په افغانستان کښې رامنځته کيږي نېک شګونه بولي. په هر څه نه دوکه کيږي او پوهيږي چې امنيت ورځ تر بلې خرابېږي، اداري فساد د ورځې په تېرېدو سره زياتيږي، بې روزګاري له يوې ورځې تر بلې پراخيږي او افغان ځوانان لګيا دي د بې روزګارۍ په وجه له هېواده تښتي يا د ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو په شان غېر انساني فعاليتونو ته مخه کوي.

امريکې او انډيوالانو يې چې له ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو سره د مبارزې، د افغانستان د آبادولو او پکې د نمونې ډېموکرېسۍ د راوستلو او د فقر او بې روزګارۍ د ختمولو په بهانه په افغانستان حمله او لښکر کشي کړے وه نن د اتلسو کلونو د تېرېدو باوجود د نړۍ خلق شاهد دي  چې په دغو کښې يوه وعده هم پوره نه کړې شوه بلکه  هره مسئله او هر مشکل څو برابره زيات شوے دے.

-------

ليک: عاشق حسين طوري