دافغانستان وسله والو طالبانو دسولې له پروسې سره رضایت څرګند کړی
-
د وسله والو طالبانو دا اندېښنه چې ګواکې ددوى پرضد به په دغه کنفرانس کې کومه فتوا ورکړل شي، لرې شوې
که ځه هم په اندنیزیا کې د افغانستان د سولې په اړه په پیل شوی کنفرانس کې د وسله طالبانو استازی ګډون نلری خو د انډونیزیا یوې سرچینې ویلی دی چې دغه ډلې د سولې له پروسې سره خپل رضایت ښودلی دی .
دغه څرګندونې د اندنیزیا هېواد یوې سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط دافغانستان له یوه خبری اژانس سره په مرکې کښې کړی دی .
د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندنیزیا د علماوو درې اړخیز ګډ کنفرانس نن د غویی په ٢١مه د اندنیزیا په بوګور ښار کې د یاد هېواد د ولسمشر جوکوودودو په خبرو پیل شو .
یادې اندنیزیایی سرچینې وویل چې که هم د وسله طالبانو استازی په دغه کنفرانس کې ګډون نه لری، خو په مارچ میاشت کې د وسله والو طالبانو استازو اندنیزیا ته سفر کړی وو .
د سرچینې په خبره چې د وسله والو طالبانو دا اندېښنه چې ګواکې ددوى پرضد به په دغه کنفرانس کې کومه فتوا ورکړل شی، لرې شوې او دوى هم د سولې له پروسې سره رضایت ښودلى دى.