که امریکاله طالبانوډلې سره خبرې اترې ونه کړی نو پښمانه به شی
طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ، له افغانستانه دامریکائی پوځیانو وتل ، په دغه هیواد کې دجنګ جګړو دختمیدا او دامنیت دټینګیدا یو اصلی عامل دی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې د امریکا د جنګ داوږدولو په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی، که امریکا له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته کې نه نی ، نو په افغانستان کې به له یوه ستړیکیدونکی او خونړی جنګ سره مخامخ شی ، او تر کلونو پورې به دوام وکړی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې همدااوس طالبانو ډله دافغانستان په کابو څلویښت فی صدی برخې مسلطه ده ، زیاته کړې ، په داسې حالاتو کې له طالبانو ډلې سره له خبرواترو دامریکا ډډه کول د منلو وړ نه دی ،ځکه په دغه شان وضعیّت سره به په افغانستان کې جنګ جګړې اون اکراری هماغه راز دوام وکړی .
کابلوف ددې خبرې په کولو سره چې دافغانستان پر لازیاتو برخو د طالبانو ډلې د مسلط کیدا احتمال زیات دی ، ووئیل ؛ په دغه شان شرائطو کې به دبهرنیو عسکرو زیاتول دافغانستان د حالاتو له ښه کیدا سره هیڅ مرسته ونه کړی .
داپه داسې حال کې دی چې طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ، له افغانستانه دامریکائی پوځیانو وتل ، په دغه هیواد کې دجنګ جګړو دختمیدا او دامنیت دټینګیدا یو اصلی عامل دی .