دطالبانو په وړاندې د حکومتی عسکرو د کمزورتیا علت :
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72042-دطالبانو_په_وړاندې_د_حکومتی_عسکرو_د_کمزورتیا_علت
زمونږخبریال وایی دافغانستان د پارلمان او د ولایتی شورا ګانو یوشمیر غړیو خبرداری ورکړی که چیرې هغو ولسوالیو ته چې جنګونه پکښې روان دی تجهیزات وانه ستول شی نو دطالبانو لاسونو ته به ورشی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 26, 2018 15:59 Asia/Kabul
  • دافغانستان زابل ،  هلمند ، غزني ، فاریاب او جوزجان په هغو ولایتونو کښې راځي چې هلته  زیاتو ناامنیو جدي اندیښنې رامینځته کړي دي .
    دافغانستان زابل ، هلمند ، غزني ، فاریاب او جوزجان په هغو ولایتونو کښې راځي چې هلته زیاتو ناامنیو جدي اندیښنې رامینځته کړي دي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان د پارلمان او د ولایتی شورا ګانو یوشمیر غړیو خبرداری ورکړی که چیرې هغو ولسوالیو ته چې جنګونه پکښې روان دی تجهیزات وانه ستول شی نو دطالبانو لاسونو ته به ورشی .

دافغانستان زابل ،  هلمند ، غزنی ، فاریاب او جوزجان په هغو ولایتونو کښې راځی چې هلته  زیاتو ناامنیو جدی اندیښنې رامینځته کړی دی .

ددغو ولایتونو د پارلمان استازی  او د ولایتی شوراګانو غړی وایی یوشمیر سیمې د نسکوریدا په درشل کښې دی او که چیرې حکومت دغو ولایتونو ته ضروری امکانات او تجهیزات وانه ستوی نو مرکزونه به یې د فراه ولایت دځینو سیمو په شان دطالبانو لاسونو ته ورشی .

د زابل د ولایتی شورا مشر عطا جان حق بیان وایی همدا اوس طالبانو ددغه ولایت څو ولسوالۍ  کلابندې کړی دی .

هغه وویل زمونږ یوشمیر ولسوالۍ  کلابندې شوی دی او زمونږ عسکر ګیر شوی دی او هغوې هوایی مرستې ته اړتیا لری  څو ځله مونږ له حکومته مرسته غوښتی دی خو زمونږ عسکرو ته د ځمکې او هوا له لارې مرسته نه رسیږی دلته حکومتی عسکر وژل کیږی او دغه چاره نور زمونږ لپاره دمنلو وړ نه ده .

دغه راز د جوزجان د ولایتی شورا یوه(۱) غړی میرمن حلیمه صدف هم وایی ددغه ولایت به ډیرو سیمو کښې همدا اوس جنګونه زیات شوی دی او طالبان کوشش کوی زیاتې ولسوالۍ ونیسی.

مخکې هم د افغانستان په ملی پارلمان کښې د خلکو یوشمیر استازیو په دغو ولایتونو کښې دامنیتی ځواکونو لپاره د پوځی تجهیزاتو کمښت د ناامنیو د زیاتیدا یوازنی علت بللی وو .

دغو استازیو دغه راز ویلی دی چې یوازې د  ولایتونو مرکزونه د حکومت تر کنټرول لاندې دی او ددغو ولایتونو ډیرې برخې د طالبانو لخوا اداره کیږی او که چیرې دغه حالت ته پام ونشی د فراه ښار پیښې به یوځل بیا تکرار شی .

دافغانستان په ولایتونو کښې د امنیتی حالاتو د خرابیدا په اړه اندیښنې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې کابو څوارلس(۱۴) ورځې  مخکې طالبانو د فراه ښار په ځینو سیمو حمله وکړه چې ځینې سیمې یې ونیولې او د خلکو د استازیو د وینا پراساس خلکو او پوځیانو ته یې مرګ ژوبلې واړولې .

داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان دفاع  وزارت وایی امنیتی ځواکونو په هغو ولایتونو کښې چې جنګونه پکښې زیات شوی دی ترهګر په ګونډو کړی دی او طالبانو ډله ددغو ولایتونو  دهیڅ سیمې دنیولو توان نلری .

د افغانستان ددفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد راد منش وایی ددښمن خوځښت په کمیدا دی او زمونږ عملیات هره ورځ زیاتیږی البته په ډیرو ولایتونو کښې چې له ګواښ سره مخ دی نن سبا مو په دغو ولایتونو کښې یولس(۱۱) عملیات پلان کړی دی او سترې بریاوې لرو او دښمن ته مونږ زیاتې مرګ ژوبلې اړولی دی .

خو له دې سره سره د افغانستان دملی پارلمان د کورنی امنیت د کمیسیون یوه(۱) غړی صلاح محمد صالح ټینګار کوی که چیرې حکومت دغه حالت ته پام ونکړی دخلکو روحیه به نوره هم کمزوری شی او امنیتی ځواکونه به ووژل شی او د  شپږو(۶) ولایتونو چې همدا اوس هلته جنګونه زیات شوی دی مرکزونه دطالبانو لاسونو ته ورشی .

د ویلو ده چې دافغانستان دفاع وزارت په فراه ولایت د طالبانو له حملې وروسته هم ویلی وو چې حالت تر کنټرول لاندې دی او دوسله والومخالفینو پرضد عملیات روان دی .

خو دکابل د ویسا ورځپاڼې مسول چلونکی محمدزبیر شفیقی چې له تهران راډیو سره یې مرکه کوله وویل حکومتی چارواکی په کابل کښې په خپلو ماڼیو کښې په امان کښې نه دی داسې ګمان کوی چې ټول هیواد په امان کښې دی .

شفیقی وویل له یوې خوا دافغانستان امنیتی ځواکونه په ډیرو شرایط کښې دی او له بلې خواهغوې ته تجهیزات نه رسیږی او میاشتې میاشتې کیږی چې حکومتی عسکرو ته معاشونه نه دی ورکړل شوی .

او کله چې حکومتی عسکر د پوځی او دحکومتی مشرانو غلاګانې وینی هم دجنګ په ډګر کښې  خپله انګیزه او روحیه له لاسه ورکړی ده او هم د تجهیزاتو د نشتون په دلیل تښتی یا هم طالبانو ته تسلیمیږی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر

د ۲۰۱۸میلادی کال د می دمیاشتې ۲۶نیټه