دامریکا دپوځی جنرال نیکلسن ادعا او دطالبانو لخوا د هغې ردیدا :
-
ګلبدین حکمتیار چې دامریکا په دسیسې سره افغانستان ته ورستون شوی دی دامریکا په دلال بدل شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړی امریکا هڅه کوی چې دسعودی عربستان په مرستې سره د افغانستان دطالبانو ځینې مشران دسولې له پروسې سره یوځاې کړی او ددغه ډلې د مشرانو او جنګیالیو ترمینځ اختلاف رامینځته کړی چې دطالبانو جنګیالی له داعش ترهګرۍ ډلې سره یوځاې شی .
په افغانستان کښې دامریکا او دناټو دعسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن(Brigadier-General John Nicholson) چې نور یې په دغه هیواد کښې پوځی ماموریت پاې ته رسیدلی دی ادعا کړی ده چې دطالبانو ځینې عناصر دسولې خبرو ته ګروهمن دی او د طالبانو له نامتو او متوسطو مشرانو سره تماسونه ټینګ شوی دی .
جان نیکلسن چې له کابل څخه یې دیوه(۱) ویډیو کانفرنس له لارې دامریکا په دفاع وزارت کښې له خبریالانو سره مرکه کوله وویل دسولې په پروسې کښې د بیلابیلو لورو ترمینځ د خبرواترو ډیر اړخونه خلاص شوی دی .
په افغانستان کښې دناټو او د امریکا د عسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلی دی دسولې په پروسې کښې د پرمختګ د چانس د زیاتولو په خاطر دغه خبرې په پټ ډول مخ ته روانې دی او زه د طالبانو دمعلومو مشرانو نومونه نشم اخیستلی .
هغه وویل دسولې په خبرو کښې ځینې نړیوالې موسسې ، بهرنی حکومتونه او زما د ډیپلوماټو ملګرو په شمول یوشمیر ګروهمنې ډلې هم ګډون لری .
جنرال جان نیکلسن ویلی دی دجنګ دختمیدا په اړه دطالبانو ترمینځ زیاتې خبرې دوام لری او د سولې د وړاندیزونو په برخه کښې د افغانستان دحکومت د وړاندیز او دطالبان ترمینځ ګڼ شمیر ګډ ټکی شته .
ځینې کسان وایی په تیرې غویی میاشت کښې د طالبانو لخوا د خندق(al-Khandaq’) په نوم دپوځی عملیاتو په اعلان سره په هیواد کښې سولې ته هیلې کمې شوی دی .
خو په افغانستان کښې دناټو او دامریکا د عسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن وایی په روان کال کښې دطالبانو د سپرلی عملیات(spring operation) د تیرو کلونو په پرتله کمزوری دی .
هغه وویل دافغانستان امنیتی ځواکونه دتیر وخت په پرتله پیاوړی شوی دی او دغه وس لری چې دطالبانو د بریدونو مخه ونیسی .
جنرال جان نیکلسن وویل دطالبانو اتیا(۸۰) فیصده حملې په شاتمبول شوی دی او دهغوې شل(۲۰) فیصده بریدونه هم په لنډ وخت کښې شنډ کړې شوی دی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د روان میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې په اتویشتمه(۲۸) نیټه طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ خو طالبانو ویلی دی چې د کابل له حکومت سره نه بلکې دامریکا له حکومت سره خبرو ته چمتو دی .
د ویلو ده چې دافغانستان د حزب اسلامی د ګلبدین حکمتیار څانګې یوه(۱) غړی« امین کریم »هم له رسنیو سره په مرکه کښې د جنرال جان نیکلسن څرګندونې تائید کړی دی .
خو د افغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې چې دتهران راډیو پښتو خپرونې ته یې هم رالیږلی ده په دغه هیواد کښې دامریکا او د ناټو دعسکرو د قوماندان جنرال جان نیکلسن د څرګندونو د ردولو په ترڅ کښې ویلی دی د خبرو په اړه دطالبانو تحریک دریځ په ځلونو اعلان شوی دی او هیڅ پټ شی نلری .
دطالبانو په اعلامیې کښې ویل شوی دی جنرال جان نیکلسن له خپلو ماتیو د خلکو د پام د اړولو لپاره دا ډول ادعاګانې مطرح کړی دی چې د امریکا رسنۍ له دروغو په ډکو او ناسمو خبرونو او معلوماتو بوختې وساتی او د خپل هیواد عمومی افکار په افغانستان کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتژۍ له ماتی منحرف کاندی .
دطالبانو په اعلامیې کښې ویل شوی دی دطالبانو تحریک په هیواد کښې د نیواکګرو ځواکونو په شتون سره نه غواړی په بې صلاحیته اړخونو سره د خبرو په نوم خپل وخت ضایع کړی .
د افغانستان او دسیمې د چارو نامتو کارپیژاند وحید مژده هم چې له تهران راډیو سره یې مرکه کوله په دې هکله وویل په دغه هیواد کښې دناټو او د امریکا دعسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن چې نور له دغه هیواد څخه د تلو په حال کښې دی غواړی په دا ډول چټی خبرو سره د امریکا خلکو ته داسې وښیی چې ده(جان نیکلسن) په افغانستان کښې خپل ماموریت په بریالیتوب سره پاې ته رسولی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان میدانی حقایق د هغه څه په اپوټه دی چې جنرال جان نیکلسن یې وایی .
وحید مژده وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ ستراتیژۍ په کامل ډول ماتی خوړلی ده او حتی دافغانستان د بیا رغاونې په بهیر د امریکا څارونکی موسسې سیګار(Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) وروستی راپور او دغه راز دامریکا ددفاع او دبهرنیو چارو د وزارتونو دپلټونکو راپورونه چې څه موده مخکې یې ولسی جرګې کانګرس ته وړاندې کړل هم په افغانستان کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ د نا بریالیتوب ښودنه کوی .
دافغانستان او دسیمې د چارو شناند وحید مژده دغه راز د امریکا دپوځی جنرال جان نیکلسن څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلی یې دی ځینې هیوادونه هم له طالبانو سره خبرو کښې ګډون لری وویل امریکا هڅه کوی په سعودی عربستان کښې د اسلامی نړۍ د علماو یوه (۱)غونډه جوړه کړی او د شاهی رژیم په مرستې سره د طالبانو ځینې مشران دسولې پروسې ته ورګډ کړی او ددغه ډلې د مشرانو او د جنګیالیو ترمینځ نفاق رامینځته کړی چې د طالبانو جنګیالی له داعش ترهګرې ډلګۍ سره یوځاې شی .
وحید مژده د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامی لخوا په افغانستان کښې دناټو او دامریکا د عسکرو دقوماندان جنرال جان نیکلسن د څرګندولو دتائیدولو په ارتباط هم وویل ګلبدین حکمتیار چې دامریکا په دسیسې سره افغانستان ته ورستون شوی دی دامریکا په دلال بدل شوی دی چې وکولای شی دامریکا په مرستې سره دهیواد په پارلمانی انتخاباتو کښې خپل زیات کسان پارلمان ته ورننباسی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸میلادی کال د جون دمیاشت لومړۍ نیټه