بهرنیو پوځیانو ته د افغانستان اړتیا
په تیرو څلویښتو کلونو کښې افغانستان د نړیوالو قدرتونو د نیابتی جنګ په ډګر بدل شوی چې قربانیان یې یوازې د دغه هیواد مظلوم خلک دی.
زمونږ خبریال راپور رکړی،د ناټو د ۲۹غړیو او لسو هغو هیوادونو دفاع وزیران چې په افغانستان کښې پوځیان لری،نن په بروکسل کښې غونډ شوی،څو د افغانستان حالات وڅیړی او د دغه هیواد دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامی هم پکښې برخه لری .په دغه ناسته کښې د افغانستان د روان امنیتی وضعیت،د بهرنیو پوځیانو د زیاتولو او په ۲۰۲۰ م کال پسې د افغانستان له امنیتی او دفاعی ځواکونو د مالی ملاتړ د دوام په څیر د موضوعګانو په اړه بحث کیږی .
حاضردمه ناټو په افغانستان کښې کابو ۱۶زره پوځیان لری چې زیاتره پکښې آمریکایان دی او دا ادعا کوی چې له افغان ځواکونو سره په مرسته،سلا او روزنې بوخت دی .د ناټو د مشر په وینا،د افغان ځواکونو له پیاوړتیا سره د ملګرتیا د دوام یوه موخه دا ده چې طالبان پر دې پوه شی چې له پوځی لارې نه کامیابیږی او باید سوله وکړی . ینس سټولټنبرګ،پرون په بروکسل کښې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځینی ناستې په لومړی خبری ناسته کښې وویل:په افغانستان کښې زمونږ شتون له افغانانو سره مرسته کوی چې په خپل هیواد کښې ثبات ټینګ کړی،د نړیوالې ترهګرۍ پرخلاف وجنګیږی او د یوې سوله ایزې لارې لپاره شرایط برابر کړی .هغه همدغه راز له طالبانو سره د افغان اولسمشر د لنډ مهاله اوربند هرکلی وکړ او دا اقدام یې د سولې لپاره د اشرف غنی د هڅو نښه وبلله .
افغان اولسمشر چې د فرورۍ په ۲۸ مه یې طالبانو ته بې له کوم شرطه د سولې وړاندیز کړی ؤ،پرون یې د روژې میاشتې له ۲۷مه د کوچنی اختر میاشتې تر ۵مه پورې له طالبانو سره یواړخیز اوربند اعلان کړ او په خپل ویډیوی پیغام کښې یې وویل:دغه پریکړه یې د هغو په زرګونو افغان دینی عالمانو فتوا ته د درنښت په لړ کښې کړی ،چې په تیره دوشنبه یې په کابل کښې په لویه ناسته کښې د افغانستان د روان جنګ د حراموالی او ناروا والی په هکله فتوا صادره کړه. اشرف غنی زیاته کړه:دولتی ځواکونو ته حکم ورکړل شوی چې د اوربند په مهال له هرډول یرغلیزو عملیاتو ډډه وکړی .
په افغانستان کښې د ناټو او آمریکایی پوځیانو قومندان جنرال جان نیکلسن،د آمریکا خارجه وزیر مایک پمپئو او په کابل کښې د ملګرو ملتو دفتر د دغه اوربند هرکلی کړی خو افغان اولسمشر او د آمریکا خارجه وزیر وییلی چې په دغه اوربند کښې د القاعدې او داعش ډلګۍ شاملې نه دی .مونږ په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر وپوښته چې ویې ویل:تر اوسه په دې هکله د طالبانو د مشرانو له لوری کوم غبرګون یا دریځ خپل کړی شوی نه دی .خو دا روښانه ده چې طالبانو د افغان اولسمشر په مخکښینی سولې وړاندیز پسې خندق نومی نوی عملیات پیل کړل او همدغه راز یې د مئی په ۲۱مه د کابل اوسیدونکیو ته خبرداری ورکړ چې له پوځی او استخباراتی ځایونو دې لیرې واوسی چې پرې حملې کیدونکی دی د کابل د خدمتګزارانو ارګان مرستیال بشیر احمد بیژن په دې باب د ټیلی فون له لارې مونږ ته وویل:په افغانستان کښې د جنګ ختمیدا او سولې ټینګیدا د هر افغان هیله او غوښتنه ده خو هغه پریکړې چې اولسمشر اشرف غنی یې خپلوی ډیرې ډیکټاټورانه دی او یوازې طالبانو ته دا فرصت ورکوی چې ځانونه ترپخوا زیات منظم او سنبال کړی.هغه زیاته کړه؛د افغانستان جنګ او سوله د افغان دولت په اختیار کښې نه ده بلکې د سترو نړیوالو قدرتونو په تیره بیا د آمریکا په لاس کښې ده.ښاغلی بیژن وویل:د افغانستان جنګ د سترو قدرتونو د سټراټیژیکو ګټو په لړ کښې د څلویښتو کلونو راهیسې روان دی او افغانان یې قربانیان دی . هغه د ناټو له لوری افغانستان د نورو پوځیانو د لیږدولو په اړه هم وویل؛د افغانستان جنګ د پوځیانو زیاتولو ته نا بلکې هوډ ته اړتیا لری چې له بده مرغه ستر قدرتونه په تیره بیا آمریکا یې اراده نه لری او د نورو ځواکونو راستول یوازې د جنګ له دوام او سختولو سره د مرستې په موخه کیږی .د هغه په وینا،ناټو په نړۍ کښې ترټولو ستر پوځی اتحاد دی،که په افغانستان کښې یې د ترهګری ختمول غوښتلای نو په ډیره آسانه یې داسې کولای شول آن که افغان ځواکونو یې سم روزلی او په درنو وسلو یې سنبال کړی وې،نو په افغانستان کښې بهرنیو پوځیانو ته هډو اړتیا نه وه.