افغان امنيتي ځواکونو ته د اشرف غني د تيارۍ حکم
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73186-افغان_امنيتي_ځواکونو_ته_د_اشرف_غني_د_تيارۍ_حکم
له طالب ډلې سره د افغان حکومت د ډزبندۍ له شروع کېدو سره په يو وخت د دغه هېواد ولسمشر افغان امنيتي ځواکونو ته د تيارۍ په حال کښې د راتلو حکم ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2018 07:17 Asia/Kabul
  • افغان امنيتي ځواکونو ته د اشرف غني د تيارۍ حکم

له طالب ډلې سره د افغان حکومت د ډزبندۍ له شروع کېدو سره په يو وخت د دغه هېواد ولسمشر افغان امنيتي ځواکونو ته د تيارۍ په حال کښې د راتلو حکم ورکړ.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر نن د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل: محمد اشرف غني قندهار ولايت ته په سفر کښې له امنيتي او پوليسو ځواکونو له قوماندانانو وغوښتل  د ډزبندۍ په ورځو کښې دې دفاع ته آماده اوسي.

افغان ولسمشر همدارنګ له طالب دلط سره د حکومت د ډزبندۍ اعلان د افغان امنيتي ځواکونو د اقتدار نښه وبلله.

افغان حکومت له نن څخه د يوې هفتې په موده له طالب ډلې سره ډزبندي اعلان کړې ده خو د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو د عناصرو د سنګرونو په خلاف د امنيتي ځواکونو عمليات به دوام ومومي.

د افغان حکومت د ډزبندۍ له اعلانه وروسته طالب ډلې هم ويلي دي چې د دغې ډلې غړي د واړۀ مبارک اختر په دريو ورځو کښې له افغان امنيتي ځواکونو سره  ډزبندي ټينګوي خو بهرني فوځيان به په ډزبندۍ کښې شامل نه وي.

د افغان حکومت او طالب دلې دغه اقدام د دغه هېواد د ولسي جرګې د استازيو، چارواکو او د مختلفو هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوے دے.