اشرف غني: په افغانستان کښې داعش ډلې ته بهرنے ملاتړ حاصل دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74776-اشرف_غني_په_افغانستان_کښې_داعش_ډلې_ته_بهرنے_ملاتړ_حاصل_دے
افغان ولسمشر په افغانستان کښې له داعش څخه د بهرني ملاتړ په اړه په نظر څرګندونه کښې وويل، په دغه هېواد کښې داعش ترهه ګرې ډلې ته بهرنے ملاتړ حاصل دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 08:04 Asia/Kabul
  • اشرف غني: په افغانستان کښې داعش ډلې ته بهرنے ملاتړ حاصل دے

افغان ولسمشر په افغانستان کښې له داعش څخه د بهرني ملاتړ په اړه په نظر څرګندونه کښې وويل، په دغه هېواد کښې داعش ترهه ګرې ډلې ته بهرنے ملاتړ حاصل دے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې ته په اشارې سره چې د داعش ترهه ګرې ډلې مالي او وسله ايز ملاتړ له بهر څخه کيږي وويل، کابل د دغې ډلې د نابودولو کلکه اراده لري.

له دې مخکې افغان سرچينو په افغانستان کښې له داعش تکفيري ډلې څخه د امريکې د مالي او وسله ايزو ملاتړ خبره ورکړے ؤ.

افغان ولسمشر همدارنګ يو ځل بيا له طالب ډلې سره د صلحې لپاره د کوشش په ضرورت باندې په تاکيد سره واضحه کړه، تره هغه وخته چې له دغې ډلې سره صلح ونه شي په افغانستان کښې امنيت نه ټينګيږي.

اشرف غني په عين حال کښې تاکيد وکړ، بالاخره به طالب دلې له افغان حکومت سره د صلحې وړانديز ومني.

له دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني هم په افغانستان کښې د صلحې د راوستلو لپاره له طالب ډلې سره د خبرو اترو لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړے ؤ.

طالب ډلې په ځلونو له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وتل له افغان حکومت سره د خبرو اترو د شروع کولو اصلي شرط اعلان کړے دے.