افغان ولسمشر عمران خان ته د کابل د سفر بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75159-افغان_ولسمشر_عمران_خان_ته_د_کابل_د_سفر_بلنه_ورکړه
محمد اشرف غنی د پاکستان د پارلماني ټاکنو پر ګټلو د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ته مبارکي ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2018 01:19 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر عمران خان ته د کابل د سفر بلنه ورکړه

محمد اشرف غنی د پاکستان د پارلماني ټاکنو پر ګټلو د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ته مبارکي ورکړه.

افغان ولسمشر اشرف غني په ټولنيزه شبکه ټويټر کښې ليکلي چې له عمران خان سره يې ټيلېفوني خبرې وکړې او هغه ته يې مبارکي ورکړه.

هغه زياته کړې: ((موږ دواړو موافقه وکړه چې پخوانۍ خبرې هيرې کړو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي تعلقاتو د پياوړي کولو يو نوى باب پرانيزو.))

افغان ولسمشر ويلي، عمران  خان ته يې د کابل د سفر بلنه ورکړه او هغه هم کابل ته د سفر هيله څرګنده کړه.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د پاکستان د ولسي جرګې له ٢٧٧ څخه ١١٦ څوکۍ ګټلې او له نورو سياسي ګوندونو مخکې شوے، هغه به له نورو وړو سياسي ګوندونو او خپلواکو ممبرانو سره په ګډه ائتلافي حکومت جوړوي.

ټاکل شوې ده چې عمران په راتلونکو دوو اوونيو کې د پاکستان د وزيراعظم په توګه سوګند اوچت کړي.