جنرال دوستم له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتنه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75170-جنرال_دوستم_له_افغان_ولسمشر_اشرف_غني_سره_کتنه_کوی
جنرال دوستم ته نږدې سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې چې دواړه لوري په کومومهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2018 08:06 Asia/Kabul
  • جنرال دوستم له  افغان ولسمشر اشرف غني سره کتنه کوی

جنرال دوستم ته نږدې سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې چې دواړه لوري په کومومهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم ټاکل شوې چې د افغانستان  ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

ښاغلي دوستم ته یوې نږدې سرچینې ویلي، کیدای شي دا لیدنه نن ترسره شي.

جنرال دوستم ته نږدې سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې چې دواړه لوري په کومومهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

جنرال دوستم تېره اونی وویل چې دی به له ولسمشر محمد اشرف غني سره د فاریاب د قیصار امنیې قوماندانی سرپرست د نظام الدین قضیې په اړه خبرې وکړي.

افغان چارواکی وایي د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوی دی.

د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تینج تېره اونی وویل چې د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره هلې ځلې به د دوستم په لومړیتوبو کې ځای ولري.

د ښاغلي تهینج په وینا، ټاکل شوې چې نظام الدین قیصاري ډېر ژر د ملي امنیت له قید څخه ازاد شي او خپل استوګن ځای ته راستون شي.