د افغانستان د هوايي حریم کنټرول خپله افغانانو ته وسپارل شو
Aug 10, 2018 03:08 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند پس له ۲۶ کلونو د افغانانو لخوا د دغه هیواد د هوايي حریم د کنټرولیدو خبر ورکړ.
د اناتولي خبري آژانس د رپورټ له مخې، شاه حسین مرتضوي پرون د کابل په (حامد کرزي) نړیوال ډګر کښې د پرمختللي راډار سیسټم پرانیستې ته په اشارې سره وویل: د دې سیسټم په کارولو سره به د افغانستان هوايي حریم چې د ۱۹۹۲ کال له اپریل میاشتې نه د ناټو او امریکايي ځواکونو په کنټرول کښې و، یوځل بیا به د افغانانو لخوا کنټرول شي.
د افغانستان هوايي ادارې (سول ایوي ایشن) اعلان کړی چې د WAM و ADS_B په نوم راډار سیسټم د افغانستان د حکومت د یوشمیر وزیرانو او د هوايي ادارې د چارواکو په شتون سره د ولسمشر اشرف غني لخوا افتتاح شو.
ټیګونه