دافغانستان حکومت دسیګارپلټونکي ادارې وروستی راپور ردوی
د افغانستان له اداری فساد سره د دمبارزې د ادارې مشر سید حسین فخری هم له دې مخکې وئیلی وو ، چې په افغانستان کې دمالی اواداری فساد په دودیدا اوپراختیا کې دامریکا پشمول بهرنیان مهم رول لری .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدی پرون مازدیګر په کابل کې په یوې غونډې کې وئیلی دی ، په افغانستان کې د مالی اواداری فساد په باب د امریکا دپلټنې ادارې (سیګار) راپور د دغه هیواد دحقایقو په نظر کې له نیولو پرته برابر ا و خپور شوی دی .
د افغانستان له اداری فساد سره د دمبارزې د ادارې مشر سید حسین فخری هم له دې مخکې وئیلی وو ، چې په افغانستان کې دمالی اواداری فساد په دودیدا اوپراختیا کې دامریکا پشمول بهرنیان مهم رول لری .
دامریکا پلټونکی ادارې سیګار په همداوروستیو کې دافغانستان حکومت په مالی اواداری فساد تورن کړی دی .
دافغانستان لوی څارنوال همداراز په دغې غونډې کې پر طالبانو ډلې هم غږ کړی ، له ماشومانو دې د پوځی موخو لپاره ناسمه استفاده نه کوی او دماشومانو حقوقو ته دې داحترام په سترګه ووینی .