له افغانستانه د امريکائي فوځيانو په وتلو د افغان مدني فعالانو تاکيد
افغان مدني فعالانو په يوه غونډه کښې له افغانستانه د امريکائي نيواکګرو فوځيانو په وتلو تاکيد وکړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان ګڼ شمېر مدني فعالانو پرون په کابل کښې په يوه غونډه کښې وويل: په افغانستان کښې د امريکې او نېټو د فوځيانو په شتون سره په دغه هېواد کښې جنګ زيات شوے دے.
افغان مدني فعالانو په دغه غونډه کښې تاکيد وکړ، د کال – واشنګټن د امنيتي تړون له لاسليکېدو وروسته په افغانستان کښې جنګ جګړې لا زياتې شوې او ناامنۍ په دغه هېواد کښې نورې هم په پراخېدو دي.
افغان مدني فعالانو واضحه کړه، امريکه او د هغې لويديځ انډيوالان چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه يې په افغانستان يرغل وکړ نه يوازې څه خاص اقدام نه دے کړے بلکه څه کاميابي يې هم نه ده ترلاسه کړې.
د کابل او واشنګټن ترمېنځ امنيتي تړون د افغانستان د خلقو د مخالفت باوجود په ۲۰۱۴ کال کښې له افغان حکومت سره لاسليک شو.