د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار استعفا سیاسي اهداف لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75932-د_افغانستان_د_ملي_امنیت_د_سلاکار_استعفا_سیاسي_اهداف_لري
د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي د دغه هیواد د ملي امنیت د ادارې د مشر د سلاکار د استعفا وجه سیاسي وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2018 03:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار استعفا سیاسي اهداف لري

د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي د دغه هیواد د ملي امنیت د ادارې د مشر د سلاکار د استعفا وجه سیاسي وبلله.

اله ګل مجاهد مونږ ته په ټیلیفوني مرکه کښې، د افغانستان د ملي امنیت د مشر د سلاکار محمد حنیف اتمر د استعفا د علت په هکله وویل چې هغه د سیاسي ضد و بند له امله له خپل مقامه استعفا ورکړې ده.

د ولسي جرګې دغه غړي د اتمر د استعفا د بل علت په هکله زیاته کړه چې ښايي هغه ځان د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره کاندید کړي.

له خپل مقامه د محمد حنیف اتمر له استعفا ورکولو وروسته، حمد ا... محب د افغانستان د ملي امنیت د مشر د نوي سلاکار په توګه غوره شو او پرون یې د ولسمشر اشرف غني په شتون سره په یولړ مراسمو کښې په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.