دافغانستان دامنیتی سلاکار داستعفی سناریو (یوبشپړ ریډیوئي تحلیل)
دافغانستان په اوسنۍ لوبې کې چې ، امریکا ئې تر ټولو ستر لوبغاړی هیواد دی ، د افغانستان حکومتی چارواکی چې په دغې لوبې کې د لوبتکو یا ننځکو په توګه رول لری ، په یوه بل اعتماد نه لری او یو ډول نیغ په نیغه له امریکا سره هم په تماس کې دی.
دافغانستان دامنیتی ادارو د څلورولوړپوړو چارواکو د استعفی ګانو په تیره بیا د ملی امنیت دسلاکار د استعفی په باب امنیتی ګونګوسې هماغه راز دوام لری .
زمونږخبریا ل راپورراکړی ، د افغانستان دملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر استعفی څو دلیلونه لری ، لومړی دا، په دې کې شک نشته چې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ، د یو لړ هغو شخصیتی ځانګړنو په خاطر چې له خپلو مهمو کسانو سره هم ډیر بد او سخت چلند کوی ، ډیر منزوی شوی دی ،دافغانستان د ولسی جرګې دیوه غړی حاجی ا...ګل مجاهد په وینا، چې له تهران ریډیو سره ټیلیفونی خبرې کولې ،اشرف غنی ، د نورو مسئولانو اوسلاکارانو خبرو او مشورو ته هیڅ غوږ نه ږدی ، او دهر کار لپاره خپل سر فیصلې کوی . په همدې خاطر ئې، ډیر دوستان له لاسه ورکړی دی .
که څه هم دحنیف اتمر د استعفی او یا دڅنګةکولو په باب یو شمیر متضادې ادعا ګانې کیږی ، خو له ولسمشر اشرف غنی سره دحنیف اتمر اختلافات له هیچا پټ نه دی ،البته د دغې استعفی ا صلی عامل دا دی چې د لوبې په پای کې ناکام شوی ډلې همدغه شان برخلیک سره مخامخ کیږی ، دافغانستان په اوسنۍ لوبې کې چې ، امریکا ئې تر ټولو ستر لوبغاړی هیواد دی ، د افغانستان حکومتی چارواکی چې په دغې لوبې کې د لوبتکو یا ننځکو په توګه رول لری ، په یوه بل اعتماد نه لری او یو ډول نیغ په نیغه له امریکا سره هم په تماس کې دی. دمثال په توګه ، کابل ته د ګلبدین حکمتیار د وروستلو په لوبه کې حنیف اتمر له امریکا سره غږمله ؤ ، کله دغې لوبې کومه نتیجه ورنه کړه ، نو اشرف غنی له حنیف اتمره خپه ؤ او له جنرا ل دوستم سره په ښکیلیدا او د دوستم دیوه قوماندان اوپه فاریاب کې د قیصار ولسوالۍ د امنیتی قوماندان قیصاری دنیولو په لوبې کې او حتی دبلخ د وخت والی عطامحمد نور په قضیې کې ، اشرف غنی له امریکا سره غږمله ؤ او حنیف اتمر له خپلو مسئولانو سره د اشرف غنی د دغو ښکیلیدو اوشخړو مخالف ؤ ، خو اشرف غنی دحنیف اتمر خبرو ته غوږ نه کیښود او په همداوروستیو کې د ماسکو دغونډې په اړه هم چې د سنبلې یا وږی د میاشتې په دیارلسمه نیټه ترسره کیږی ، د افغان چارو دیوه کارپوه وحید مژده په وینا، حنیف اتمر ، په دغې غونډې کې د افغانستان دحکومت د ګډون غوښتنه کړې وه ، خو اشرف غ نی له امریکا څخه په پیروۍ سره وئیلی دی ، چې حکومت به ئې دماسکو په غونډې کې ګډون ونه کړی او همدلته وه ، اشرف غنی ، چې امریکا ئې په دې وخت کې تر خپل څنګ دریدلی لیدله ، وتوانید، حنیف اتمر له صحنې څنګة کړی .
ډیری شناندی وائی په تیرو څلویښتو کلونو کې دغه شان ډیرې لوبې شوی دی اوباید ووئیل شی ، چې د حنیف اتمر استعفی ممکنه ده ،وروستۍ هم نه وی ، ځینی نور کسان هم چې په راتلونکی حکومت کې ئې ونډې ته سترګې نیولی دی ، ممکنه ده ، له اوسنی حکومته چې نور پای ته په رسیدو د ی ، او ډیر هم بدنام شوی دی ، ووځی څو ځانونه ، داوسنی حکومت له بدنامیو وژغوری .
په یوه باثباته نظام کې د ولسمشر او یا دبل لوړپوړی چارواکی استعفی یو ډیره عادی موضوع ده ، خو دافغانستان په اوسنی بې ثباته اوترینګلی وضعیّت کې دحنیف اتمر استعفی ممکنه ده ، دیوه ستر سیاسی طوفان پیلامه شی . که څه هم ګومان کید، چې حنیف اتمر د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته ځان تیاروی ، خو اوس د یوه موقته حکومت د جوړیدا ګونګوسې آوریدل کیږی ، او امریکا په کابل او بغداد کې پخوانی افغان الاصل امریکائی زلمی خلیل زاد دځانګړی استازی په توګه افغانستان ته لیږی ، امکان شته چې دحنیف اتمر استعفی، دافغانستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیل زاد له ټاکل کیدا سره هم ارتباط لری . او له دې ټولو لا مهمه دا چې د اشرف غنی او حنیف اتمر د ټولنیزو ډلو ترمینځ د ټولنیزو رسنیو شخړې هم اوج ته رسیدلی د ی او دا چاره ښئ چې ممکنه ده ، دغه جنګ او ترینګلتیاوې د یوه بل په ضد د تورونو د مستندو ایشواکونو لامل هم شی او له پاکستان سره له پټو تړونونو رانیولې ، له امریکا سره تر امینتی تړونونو پورې او دغه راز تر پردې شا د لوبو د درستو اصلی عواملو نامې هم ایشوا شی، دغه راز ګمان کیږی ، چې زلمی خلیل زاد، هم په دې موخې سره دافغانستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی په توګه ټاکل کیږی څو که ظاهرا اشرف غنی د چارو واګې هم په لاس کې ولری ، نو خلیل زاد به دنایب السلطنه په توګه د افغانستان چارې اداره کړی ، یا هم که دموقته حکومت دجوړیدا بحث هم مطرح کیږی ، نو دهغه په جوړیدا کې هم خلیل زاد اصلی رول ولوبوی .
په هرحال ،ډیری شناندی اوکارپوهان په دې اند دی چې باید ووئیل شی ، دغه ټوله سیاسی او استخباراتی ترینګلتیاوې اوشخړې دافغانستان دمظلوم ملت لپاره هیڅ ګټه نه لری .ځکه ، د دغه هیواد د مظلوم ملت مشکل دادی چې پردی دهغوی پر برخلیک مسلط شوی دی ا و تر څو چې دافغانستان حکومت او د رست سیاسی لوری ، له دغه ستر مصیبت او ترینګلی وضعیّته د نجات لپاره کلک هوډ ونه کړی ، او په یوه اصلی چورلیز کې سره غونډ نشی ، اوله دغې لوبې ځانونه ونه باسی ، نو د دوی مشکلات او مصیبتونه به نور هم زیات شی . حکومتونه به په یوه بل پسې تیر شی ، خو مظلوم ملت به هماغه راز له مشکلاتو سره لاس اوګریوان وی او افغانتسان به ورځ تر بلې دخپل ملت په وینو لازیات ککړشی .
(لیکوال: عاشق حسین طوری )