د وخت یزیدیان غواړي افغانستان په یوې بلې کربلا بدل کړي
(last modified Thu, 20 Sep 2018 11:02:48 GMT )
Sep 20, 2018 15:32 Asia/Kabul
  • د وخت یزیدیان غواړي افغانستان په یوې بلې کربلا بدل کړي

د افغانستان ولسمشر وویل: نن سبا ترهګرې ډلې چې په مذهبي او عمومي ځایونو او ښوونځیو بریدونه کوي همهغه د شمر او یزید لارې ته دوام ورکونکې دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف د کابل په لویدیځ کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت د عزادارۍ په مراسمو کښې وویل: عاشورا د شیعه او سني په شمول د ټولو مسلمانانو په روایتونو کښې له سترو اسلامي شعایرو ګنله کیږي او د اسلام په تاریخ کښې تل د پریمانه درسونه او الهام سرچینه پاتې شوې ده.

هغه زیاته کړه: عاشورا د بې عدالتۍ، نابرابرۍ او ظلم په وړاندې د مقاومت درس ورکوي او نن سبا د زمانې شمران او یزیدیان غواړي چې افغانستان په یوې بلې کربلا بدل کړي خو کوم درس چې مونږ د امام حسین علیه السلام له ملګرو او د پیغمبر اکرم له اهلبیتو زده کړی، دا دی چې د عدالت غږ پر ظلم بریالی دی.

اشرف غني وویل: د افغانستان خلک باید په وحدت او یووالي سره د تکفیریانو مقابله وکړي او پرې نږدي چې د ژبې، قومیت او مذهب له لارې د اختلافاتو رامینځته کولو کوشش زمونږ وحدت خراب کړي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ: په دې برخلیک جوړونکې جګړه کښې بری د افغانستان د خلکو دی او دښمن به ماتې خوري.

اشرف غني همداشان زیاته کړه: د پښتون او تاجک برخلیک یو او د ازبک او هزاره عزت هم یو دی او هر څوک چې په هر هدف سره د افغانستان په خلکو کښې د تفرقې اچولو کوشش وکړي نو دا به یې یو عبث او بې ګټې کار وي.

 

ټیګونه