په ننګرهار ولایت کی ۳۸۰ وسله وال مخالفان وژل شول دی
دننګرهار دوالی ویاند دغه راز وویل په دی موده کی د کشفی ادارو کارکوونکو ۱۴۳ جنایی پیښی کشف او څیړلی چې پکې ۱۴ سړی تښتونکی ،۶۸ قاتلان،۲۷ وسله وال غلۀ او ۴۸ لاره شکوونکی ئې نیول شوی او د نورو څیړنو په موخه عدلې او قضایی ارګانونو ته سپارل شویدی .
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان د ننګرهار دوالی ویاند عطا ا...خوګیانی نن سهار په یوه خبری ناسته کی ویلی، په هغو ۱۶۴پاکونکو عملیاتو کی چې په تیرو شپږو میاشتو کې افغان امنیتی ځواک ددغه ولایت په اچین،هسکی مینی ،غنی خیلو ،نازیانو،بټی کوټ، چپلیار،پچیراګام او خوګیاڼیو ولسوالیو کې کړی، ۳۸۰ وسله وال مخالفان وژل شوی، ۱۲۹نور ټپیان او او ۳۷۱ تنه ژوندی نیول شوی دی .
نوموړی وویل یه دی موده کې ۲۲۵ بیلابیل ډول وسلې ،،۲۳۴ کیلوګرامه چاودیدونکی توکی،۳۲ پوځی ګاډی ،۲۶۳ بمونه او ماینونه او دغه راز نور ډیر زیات پوځی تجهیزات او وسایل کشف او ضبط شوی دی .
دننګرهار دوالی ویاند دغه راز وویل په دی موده کی د کشفی ادارو کارکوونکو ۱۴۳ جنایی پیښی کشف او څیړلی چې پکې ۱۴ سړی تښتونکی ،۶۸ قاتلان،۲۷ وسله وال غلۀ او ۴۸ لاره شکوونکی ئې نیول شوی او د نورو څیړنو په موخه عدلې او قضایی ارګانونو ته سپارل شویدی . دننګرهار دوالی ویندوی په دغو عملیاتو کې د امنیتی مامورانو او عسکرو د احتمالی مرګ ژوبلو په باب څه ونه وئیل .
همداراز په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي ، دفاریاب ولایت په شیرین تګاؤ ولسوالۍ کې دطالبانو له خوا دڅو کیښودل شوو ماینونو دچاودیدو له امله اوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي .