په افغانستان کې انتخاباتی کمپاین له ننه پیل شو
د افغانستان د انتخاباتو د قانون په اساس دپارلیمانی انتخاباتو کاندیدان له نن تر شلو ورځو پورې وخت لری ،څو خپل تبلیغاتی اوا انتخاباتی فعالیتونه وکړی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو دسیالیو کمپاین له نن سهاره پیل شوی اوټاکل شوې ده چې د افغانستان پارلیمانی انتخابات د اکتوبر په شلمه ترسره شی .
د افغانستان د انتخاباتو د قانون په اساس دپارلیمانی انتخاباتو کاندیدان له نن تر شلو ورځو پورې وخت لری ،څو خپل تبلیغاتی اوا انتخاباتی فعالیتونه وکړی .
دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو د سیالیو دکمپاین له پیلیدا سره په یووخت د دغه هیواد ستر ملی ائیتلاف یو ځل بیا له بائیو میټرک سسټم څخه په استفادې سره دانتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار کړی دی .
د دغه ستر ملی ائیتلاف ویندوی فضل الرحمان اوریا خبرداری ورکړی و که په پارلیمانی انتخاباتو کې له دغې ټیکنالوجۍ استفاده ونه شی، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړی او اجازت به ورنکړی ،چې دافغانستان ولس یو ځل بیا له درغلۍ ډکو ا نتخاباتو کتونکی شی .
د افغانستان دانتخاباتو د کمیشن مرستیال ویندوی عبدالعزیز ابراهیمی هم د فضل الرحمن اوریا د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی ، بې شکه د انتخاباتو د ترسره کیدا په وخت به د سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو غوښتنې پوره شی، له دې امله هیڅ د اندیښنې خبره نشته .
خو ډیری شناندی او کارپوهان و ائی دامریکائی پوځیانو په شتون کې په افغانستان کې هیڅکله هم د شفافو انتخاباتو هیله نه کیږی ،ځکه دوی په دیموکراسۍ پسې نه بلکې دخپلو سپیرو موخو دپوره کولو لپاره دخپلو تالی څټو واک ته په رسولو پسې دی .