په جلال آباد کښې د پاکستان کنسولګري بيا پرانېستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77080-په_جلال_آباد_کښې_د_پاکستان_کنسولګري_بيا_پرانېستل_شوه
د افغانستان په جلال اباد کښې د پاکستان کنسولګرې له خواوشاه یوه میاشت ځنډه وروسته بيا پرانستل شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2018 08:33 Asia/Kabul
  • په جلال آباد کښې د پاکستان کنسولګري بيا پرانېستل شوه

د افغانستان په جلال اباد کښې د پاکستان کنسولګرې له خواوشاه یوه میاشت ځنډه وروسته بيا پرانستل شوه

د افغانستان د ننګرهار د والې ویاند عطاالله خوګیاڼي وويل د پاکستان کنسولګرې د بهرنیو چارو وزارت سره د شوې تړون له مخې خپل فعالیت پيلوې دا کنسولګري وروسته له هغې وتړل شوه چې چارواکو یې د ننګرهار والې په چارو کښې په لاسوهنه تورن کړ. خو د ننګرهار والې بیا د پاکستان کنسولګرې د فساد او بډوځاله بللې وه

د ننکرهار د والې ویاند وایې د ویزو د ویش د چارو دښه سمون لپاره ځانګړی مهالویش چمتو شوے دے او په پام کښې ده چې هره ورځ 1800 تنو ته ویزې ورکړې شي.

دا مهال په جلال اباد کښې له پاکستانه سره سره د هندوستان او ایران اسلامې جمهوریت کنسولګرۍ هم فعالیت کوي.