دافغانستان حکومت دداعش ډلې مخه نه نیسی
-
امریکا دداعش ډلې په ملاتړ کولو اراده لري دغه ډله د افغانستان له شمال څخه مرکزي اسیا هیوادونو ته انتقال کړي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د مشرانو جرګې یوشمیر استازیو وویل د کابل حکومت له سوریې اوعراق څخه څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د غړو د انتقال د مخنیوی لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی .
د افغانستان دمشرانوجرګې مرستیال محمد علم ایزد یار (Mohammad Alam Izdyar)وویل د کابل حکومت باید هیواد ته دترهګرو د هرډول انتقال مخه ونیسی خو له بده مرغه په دې اړه هیڅ اقدام نه دی ترسره شوی .
د افغانستان په مشرانو جرګې سینا کښې د بدخشان د خلکو استازی میرمن ګلاۍ اکبری وویل هره ورځ دداعش ترهګرې ډلې جنګیالی له عراق او سوریې څخه افغانستان ته انتقال کیږی.
په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتی خوړلو سره په یووخت یوځل بیا د امریکا او دعربوهیوادونو لخوا افغانستان ته ددغه ډلې د غړو د احتمالی انتقال په اړه اندیښنې زیاتې شوی دی .
د افغانستان د مشرانو جرګې سینا یوشمیر غړیو ډاګینه کړی ده د کابل حکومت په دغه موضوع سترګې پټې کړی دی او د داعش ډلې د انتقالیدا دمخنیوی لپاره یې هیڅ اقدام نه دی کړی .
دافغانستان دسیاسی مسائیلو کارپیژاندی وایی امریکا دداعش ډلې په ملاتړ کولو اراده لری دغه ډله د افغانستان له شمال څخه مرکزی اسیا هیوادونو ته انتقال کړی .