طالب ډلې په فراه کښې دوه فوځي کېمپونه ونيول
د فراه په پشت رود ولسوالۍ كې د ملي اردو د دوو فوځي كېمپونو د د نيولو په دوران کښې ۲۱ امنيتي سرتېري وژأ شوي او ۱۱ نور اسيران شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، بيګا شاوخوا دوه بجې او ۳۰ دقيقې طالبانو د دغه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کښې د افغان ځواکونو په يو کېمپ باندې بريد وكړ او په جګړه كښې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
دى وايي، تراوسه د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه كره معلومات نه لري.
په همدې حال كښې د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور وويل، د طالبانو په دې بريد كښې د ملي اردو كمپ نيول شوے دے او ټول تجهيزات يې ترې وړي دي.
د هغه په وينا، د جګړې په مهال د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
بختور زياته كړه، د ملي اردو ۱۱ سرتېري لادركه شوي هم دي.
طالب ډلې بيا په فراه كښې د افغان ځواكونو د دوو کېمپونو د نيولو، د ۲۵ امنيتي سرتېرو د وژلو او ۱۲ نورو د نيولو ادعا كړې ده.