د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو مهال ویش اعلان شو
(last modified Thu, 29 Nov 2018 08:10:35 GMT )
Nov 29, 2018 12:40 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو مهال ویش اعلان شو

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو مهال ویش اعلان کړ.

شفقنا خبري آژانس خبر ورکړی چې د دغه مهال ویش له مخې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له وړومبۍ نیټې پیلیږي او دولس ورځې به دوام ولري.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د رپورټ له مخې، د کاندیدانو وړومبۍ لړلیک به د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په اتمه او فاینل لړلیک به یې په شکایتونو له غور وروسته د فرورۍ په ۲۴ نیټه خپور شي.

د مهال ویش په اساس ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د اپریل په شلمه ترسره شي او فاینل پایلې یې د همدغه کال د جون په پنځلسمه اعلان شي.

د افغانستان په دې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کښې به رایه ورکونکي د ثبت شویو پیژندپاڼو په کارولو سره خپلې راې وکارولی شي.

 

ټیګونه