ټوئيټر د اسلامی انقلاب د لارښود عبری پاڼه د کارؤنکو په اعتراض سره بیرته پرانستله
پارس ټوډې – ایکس یا ټوئيټر ټولنیزچینل د اسلامی انقلاب دستر لارښود دعبري اکاؤنټ له بندولو ۲۴ساعته وروسته چې د اسرائیلو په د باؤ سره ئې تړلی ؤ ،د کارؤنکو په سخت اعتراض سره ئې بیرته پرانست.
د امام خامنه اي د آثارو دحفظ او نشر ددفتر یوه مسئول مهدي فضائلي ووئیل، په ایکس ټولنیز چینل کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود عبری اکاؤنټ چې په ؛«بسم الله الرحمن الرحیم» سره ئې کار پیل کړی ؤ، په دوهمه ورځ ئې فعالیت وځنډول شو.
له دغه اقدامه وروسته چې د ایکس یا ټوئيټر دټولنیز چینل د کارؤنکو له سخت اعتراض سره مخ شو، په ایکس چینل کې د اسلامی انقلاب د لارښود عبری اکاؤنټ بیرته پرانیستل شو.
د وئيلو ده د امریکا مټانیز شرکت د ۲۰۲۴کال د فرورۍ په اتمه نیټه دبیان د آزادۍ د اصولو په یوه اپوټه اقدام کې په اینسټاګرام او فیس بوک کې د اسلامی انقلاب دستر لارښود امام خامنه اي ویب پاڼې تړلې دي.
په انټرنیټي فضا کې داسلامی انقلاب دستر لارښود دټولنیزو پاڼو اکاؤنټونه په داسې شرائطو کې بندیږي چې په وروستیو کلونو کې ، په لویدیځ کې بده مخینه لرونکي شخصیّتونه ،چارواکي اوحتی کارؤنکي له اسلامه د ویرونې ، دمسلمانانو دمقدس آسماني کتاب او د اسلام د پیغمبر اکرم(ص) دبې حرمتئ لپاره په هرې یوې پلمې سره په ټولنیزو چینلونو کې استفاده کړې ده او له دغه ناغیړي اقدامه ئې ملاتړ کړ ی دی.